ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات بزګرو ته اصلاح شوى تخم او سره وېشل کېږي

د هرات بزګرو ته اصلاح شوى تخم او سره وېشل کېږي

author avatar
29 Oct 2013 - 15:27
د هرات بزګرو ته اصلاح شوى تخم او سره وېشل کېږي
author avatar
29 Oct 2013 - 15:27

هرات (پژواک ٧ لړم ٩٢): هرات کې د کرنې رياست له لوري له ٦٠٠٠ بزګرو سره د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې د مرستو لړۍ پيل شوه.

 د هرات د کرنې رياست د ترويج مدير بشيراحمد احمدي پژواک ته وويل، دغه اصلاح شوي تخمونه به په مرکز او ١٥ ولسواليو کې ووېشي.

احمدي زياتوي، په دغو مرستو کې د مني موسم ١٥٢ ټنه اصلاح شوى تخم او ٤٥٦ ټنه کيمياوي سره شامله ده، چې د کوپراتيفونو له لارې به يې په يوه مياشت کې ووېشي.

نوموړى وايي، چې له دغه تخم او سرې سره به د غنمو حاصلات څو برابره لوړ شي.

 د ده په خبره، تېر کال يې هم ۲۰۰۰ کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړي وو، چې سږ کال يې څو برابره زيات حاصلات ترلاسه کړل.

د احمدي په وينا، يو کال مخکې د غنمو حاصلات ٢٨٠ ټنه و، خو د اصلاح شوي تخم له برکته يې تېر کال اندازه ٣٢٠ ټنه ته لوړه شوه.

 د ګذرې ولسوالۍ يو بزګر ګل احمد د اصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې د مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د وطني تخم په پرتله اصلاح شوى تخم ډېر حاصلات ورکوي.

د ده په وينا، يو کال مخکې د وطني تخم حاصلات شاوخوا درې ټنه وو، خو د اصلاح شوي تخم حاصلات تر څلورو ټنو لوړ شول.

نوموړي له دولته د کرنيزو افاتو په مخنيوي کې هم د مرستې غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې دوى ته دې د کرنيزو ناروغيو د مخنيوي درمل هم ورکړل شي.

 

 د هرات د کرنې رياست چاواکي وايي، هر کال ۱۹۰ زره هکتاره ځمکه باندې غنم کرل کيږي چې د دې نيمايې برخه يې للمي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.