منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ارسلا جمال تر وژنې وروسته د پل علم جامع جومات ته څوک نه ورځي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۱ کتنې

پل علم( پژواک،١١ لړم ٩٢): د لوګر مرکز پل علم ښار اوسېدونکي او چارواکي وايي، د لوى اختر په ورځ د پل علم په جامع جومات کې تر چاودنې وروسته د لمانځه لپاره دې جومات څوک نه ورځي.

دوى زياتوي، چې دې جومات ته به د جمعې د لمانځه لپاره سلګونه خلک ورتلل، خو اوس نه د لمانځه لپاره څوک ورځي او نه ملا امام او  موذن لري.

دا د لوګر ولايت په کچه تر ټولو لوى جومات دى، چې په يو وخت سلګونه کسان په کې لمونځ کولى شي.

د پل علم ښار يو تن هټيوال ګلاب خان پژواک اژانس ته وويل،  هر ورځ به د ماسپښين، مازيګر او ماښام لمانځه ته جامع جومات ته ورتلل، خو د اختر ورځې له چاودنې او د والي  ارسلا جمال تر وژل کيدو وروسته جومات ته څوک نه دي ورغلي.

د پل علم يو بل اوسېدونکى حبيب الله هم وايي، چې د لوى اختر له چاودنې وروسته بيا جومات ته څوک نه دي ورغلي.

نوموړى زياتوي، که جومات ملا امام نه لري، نو بل دې ونيول شي ، تر څو لمونځ کوونکي جامع جومات ته ورشي.

د ولايت يوتن اداري مامور جمعه ګل وايي، د ولايت ټول مامورين د ماسپښين لمانځه لپاره جامع جومات ته ورتلل، خو د اختر له ورځې وروسته څوک نه دي ورغلي.

لمونځ کوونکي د حج او اوقافو له رياست او سيمه ييزو چارواکو غواړي، چې د چاودنې وروسته د جومات زيانمنې شوې برخې او هندارې ورغوي او په جومات کې د قران کريم ختم وکړي.

د لوګر مرستيال والي محمد هاشم فيضي هم دامني، چې جامع جومات ته اوس څوک نه ورځي او ښايي لامل يې ويره وي.

هغه زياتوي، دوى د هيچا مخه نه ده نيولې، هر څوک کولى شي له ستونزې پرته خپل لمونځ په جومات کې وکړي.

فيضي زياته کړه، د جومات ملا اما صديق الله د اختر ورځې له پېښې وروسته نامعلوم ځاى ته تښتېدلي او تر دې مهاله يې ځاى ځايګى نه دى معلوم.

د لوګر د جامع جومات ملا امام مولوى صديق الله د لوګر د سولې شورا د دفتر د عامه اړيکو مسوول هم و.

 پژواک اژانس هڅه وکړه ، چې په دې اړه د لوګر د حج او اوقافو رياست نظر واخلي ، خو بريالى نشو

د پل علم په جامع جومات کې د لوى اختر په ورځ چاودنې والي ارسلا جمال وواژه او شاوخوا ١٥ تنه نور يې ټپيان کړل.

د دې جومات موذن او خادم د چاودنې په ورځ امنيتي ځواکونو ونيول او د جومات ملا امام نامعلوم ځاى ته وتښتېد.