کابل (پژواک ١٢ لړم ٩٢): د هېواد د سړو سيمو د ښوونځيو له لومړي څخه تر شپږم ټولګيو پورې ازموينه به د لړم په ٢٥ مه او له اووم څخه تر دوولسم ټولګيو ازموينې د ليندۍ په لومړۍ نېټه پيليږي.
دغه مطلب د پوهنې وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې څرګند شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لومړنۍ دورې ازموينې به د لړم مياشتې تر پايه او د منځنيو او ثانوي دورو ازموينې به د ليندۍ مياشتې تر ١٥ مې نېټې پورې دوام وکړي.
سرچينې ويلي، چې د هېواد خصوصي ښوونځي هم د دغې خبرتيا تابع دي.
د پوهنې وزارت، تر دې مهاله د ګرمو سيمو ولايتونو ښوونځيو د ازموينې په اړه څه نه دي ويلي.
په هېواد کې د خصوصي ښوونځيو تر څنګ، ټولټال ١٦٦٠٠ دولتي ښوونځي شتون لري.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، يواځې په دولتي ښوونځيو کې له ٩ ميليونو زيات زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.










