منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په کندهار کې درې ورځنى ستر څېړنيز سيمينار پيلېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

 کندهار ښار (پژواک، ١٣ لړم ٩٢): ټاکل شوې ده، د سه شنبې په ورځ په کندهار کې د سلګونو ليکوالانو، پوهانو، څېړونکو او فرهنګيانو په ګډون درې ورځنى څېړنيز سيمينار پيل شي.

 دغه سيمينار د کندهار پوهنتون د پاچا خان څېړنيز مرکز په زيار رابلل شوى، چې په کې له ١٣٥٢ څخه تر ١٣٩٢ پورې د تېرو څلوېښتو کلونو د تاريخي، علمي، سياسي، اقتصادي او ټولنيزو مسايلو څېړنه کېږي.

 د سيمينار د تنظيموونکو په وينا، د دغه سيمينار موخه د تېر تاريخ د ناخوالو څېړنه او حقيقت موندنه او د تېرو ناخوالو نه تکرار او له هغو څخه پند اخيستل دي.

 په کندهار کې د باچا خان د علمي او څېړنيز مرکز مشر او د کندهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد انجنير شېرشاه رشاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه سيمينار کې د ګډون په موخه د افغانستان، سيمې او نړۍ وتلي پوهان، څېړونکي او ليکوالان همدا نن کندهار ته را رسېدلي دي.

 دغه پوهان د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو، د پښتونخوا، کويټې، اروپا او امريکا څخه راغلي دي.

 هغه زياته کړه، د سيمينار د ګډونوالو شمېر به ٣٠٠ تنه وي، خو ٨٠ تنه به په کې په بېلابېلو موضوعاتو خپلې مقالې اوروي، چې ٣٨ تنه يې په نړيواله کچه پېژندل شوې څېرې دي.

 ده وويل: ((پوهاند حسن کاکړ، ډاکټر معصوم هوتک، ډاکټر نثار احمد صمد، ډاکټر احمد ربي زيرکيار، ډاکټر هاشميان، داوود اعظمي، پروفيسر سيال کاکړ، ډاکټر عبدالرووف رفيقي، عبدالباري جهاني، ډاکټر عالم پايند، ډاکټر روستار تره کى، صفيه حليم، پروفيسر خالق رشيد، اکاډميسين اعظم سيستاني، پروفيسر دروېش درانى، استاد حبيب الله رفيع، استاد بختانى خدمتګار، عبدالباري جهاني او لسګونه نور هغه پوهان او عالمان دي، چې کندهار ته را رسېدلي دي.))

 رشاد زياته کړه، د دغه سيمينار پر جوړولو يې درې مياشتې وخت لګولى او د لګښت لپاره يې څه باندې درې ميليونه افغانۍ را غونډې کړې دي.

 د هغه په باور، په ټوليزه توګه د افغانانو نيمګړتيا دا ده، چې د تېر تاريخ له ناخوالو عبرت نه اخلي، په سيمينار کې به ډېر تمرکز پر همدې ټکي وشي؛ دغه راز له هېواد سره به بهرنۍ اړيکې وارزول شي او دا به جوته کړل شي، چې اوسمهال هېوادنى سياست پر کوم محور چورلي.

 د دغه لوى څېړنيز سيمينار د جوړولو په برخه کې کندهار ولايت مقام، کندهار ښاروالۍ، د قومونو او قبايلو چارو رياست، ګمرک رياست او د دغه ولايت ملي سوداګرو مرسته کړې ده.

 د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغه سيمينار سره په څنډه کې يې د دغه ولايت د پانګه والو په زيار د وچې او تازه مېوې، لاسي توکو او هنري اثارو نندارتونونه هم په پام کې نيولي دي.

 د کندهار ولايت فرهنګيان او کتونکي، دا په دغه ولايت کې د خپلې بڼې او ارزښت له مخې مهم تاريخي سيمينار ګڼي، چې په تېر کې يې سارى نه دى ليدل شوى.