کندهار(پژواک،١٤لړم٩٢): د څلويښتو کالو له تاريخي پېښو څخه د زده کړې نړيوال څېړنيز سمينار نن د لړم په ١٤مه په کندهار کې د عنيو مېنې په عينو سالون کې پيل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.
د سمينار د لومړۍ ورځې لومړۍ برخه پيغامونو، ويناوو او دويمه برخه يې څېړنيزو مقالو ته ځانګړې شوې وه، چې تر مازديګر ناوخته روانه وه.
دغه سمينار چې د کندهار پوهنتون اړوند د پاچا خان علمي او څېړنيز مرکز له لورې رابلل شوى، چې پکې د هېواد تر څنګ له پښتونخوا، اروپا، امريکا، کاناډا او يو شمېر نورو هېوادونو څخه راغليو لسګونو پوهانو، څېړونکو او تاريخپوهانو برخه اخيستې ده.
د سيمينار د ګډونوالو شمېر شا و خوا ٤٠٠ تنه وو، چې ٨٠ تنه پکې په بېلابېلو موضوعاتو خپلې مقالې اوروي چې ٣٨ تنه يې په نړيواله کچه پېژندل شوې څېرې دي.
د نن ورځې د غونډې په پيل کې د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه، د کندهار پوهنتون په اړه يې معلومات ورکړل او د دغې نړيوالې څېړنغونډې پر اهميت وږغېد.
هغه وويل، په دغه څېړنغونډه کې به رابلل شوي پوهان په بې پرې توګه د تېرو څلوېښتو کلونو سياسي، ټولنيز، اقتصادي او فرهنګي جريانات وڅېړي، ښه او بد به سره بېل کړي او راتلونکي نسلونو ته به د منفي تجربو څخه د پند او له مثبتو تجربو څخه ګټې اخيستنې روښانه ډېوه په مخ کې کښېږدي.
ورپسې د پاچا خان د علمي او څېړنيز مرکز مشر انجنير شېر شاه رشاد هم پيليزه وينا وکړه او د سمينار د جوړولو د موخو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.
شېر شاه رشاد وويل: ((دغه نړيوال څېړنيز سمينار ته له تېرو څلورو مياشتو راهيسې چمتووالى نيول شوى، د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو، علمي او اکاډميکو مرکزونو سره يې د موضوع په اړه خبرې شوې او پر هېواد برسېره له سيمې او نړۍ څخه ورته پېژندل شوي پوهان، څېړونکي او ليکوال رابلل شوي، چې ګڼ شمېر يې رارسېدلي دي.))
هغه زياته کړه، د سمينار په دريو ورځو کې به د هېواد او سيمې په کچه پېژندل شوي پوهان له ١٣٥٢ کال څخه تر ١٣٩٢ کال پورې د څلوېښتو کلونو سياسي، فرهنګي، ټولنيز او اقتصادي جريانات د خپلو ملي رسالت له مخې وڅېړي او په دغه جريان کې به د منفي او مثبتو تجربو په رڼا کې داسې طريقې او کړنلارې وړاندې کړي، چې راتلونکي نسلونه، سياسيون او نور يې له مخې د اغېزمنې ملي واکمنۍ بنسټونه ټينګ کړاى شي.
رشاد دا هم وويل، چې د سمينار برخه وال به د يوه پياوړي نظام لپاره علمي بنسټونه هم وټاکي او دغه راز به په تېرو څلوېښتو کلونو کې د هېواد بهرنۍ اړيکې هم وڅېړي.
د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د څېړنغونډې په اړه د ولسمشر پيغام واوراوه، چې په يوه برخه کې يې راغلي و: ((دا ضرورت محسوس و او دى، چې د تېرو څلوېښت کلنو پېښو هر اړخيز تصوير زموږ ولس، په تېره ځوان نسل ته وړاندې شي.))
د ولسمشر په باور، د دغه علمي سمينار لپاره ليکل شوې مقالې به په هره برخه کې د جامعيت تر څنګ په علمي بې طرفۍ ليکل شوې وي او د تېرو څلوېښتو کلونو د پېښو يو روښانه تصوير به خلکو ته وړاندې کړي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د اړوند وزارت سيد مخدوم رهين پيغام ولوست، چې پکې د دغه اقدام ستاينه شوې وه.
په پيغام کې راغلي وو، چې په تېر کې هم پردۍ لاسوهنې په دغه هېواد کې د جګړو او بدمرغيو لامل شوې وې او اوس هم دغه لړۍ روانه ده، چې تر لاسه شوي ډېر برياليتوبونه يې له ګواښ سره مخ کړل.
د ولسمشر له پيغام وروسته د هېواد او له هيواد څخه بهر د بېلابېلو اکاډميو، علمي مرکزونو او پوهنتونونو پيغامونه واورول شول، چې پکې د دغه اقدام ستاينه شوې وه او دا يې له تېرو منفي پېښو څخه د پند اخيستو او د مثبتو پېښو څخه د معنوي ګټې اخيستو په لاره کې يو لوى ګام بللى و.
تر پيغامونو وروسته ګډونوالو د سمينار په څنډه کې د انځورونو، لاسي صنايعو، د دغه ولايت د وچې او لندې مېوې له نندارتون څخه ليدنه وکړه او وروسته د سمينار څېړنيزه برخه د مقالو په اورولو پيل شوه.
لومړۍ مقاله د پوهاند حسن کاکړ وه، چې د تېرو څلوېښتو کلونو پر سياسي جرياناتو يې په هراړخيزه توګه رڼا اچولې وه او د بدمرغيو لاملونه يې پکې په ګوته کړي وو.
ورپسې ډاکټر روستار تره کي، عبدالغفور لېوال، ډاکټر درمانګر او ډاکټر فاروق اعظم بېلابېلې مقالې واورولې چې د تېرو څلوېښتو کلونو په اوږدو کې يې بېلابېل سياسي، افتصادي، ټولنيز او فرهنګي جريانات څېړلي وو.
په دې توګه د سمينار د لومړۍ ورځې پروګرام ماښام مهال پاى ته ورسېد.
د دغه څېړنيز سمينار په اړه يو شمېر راغليو پوهانو او څېړونکو خپل نظرونه راسره شريک کړل.
له کاناډا څخه راغلي افغان څېړونکي استاد محمد معصوم هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه سيمينار ازرښت او کمال دا دى، چې د روانو پېښو او حوادثو په جريان کې جوړ شوى، د افغانستان حوادث لا اوس هم د خپلو توپاني حالاتو څخه نه دي را کښته شوي.
هغه زياته کړه، دا خپله د کندهار د منورينو او روشنفکرانو نوښت او ابتکار دى او له بله اړخه کندهار همېشه د سياسي او ټولنيزو پېښو او حوادثو د يو مرکز په حيث په تاريخ کې ډېر ښه نقش درلودلى دى او دا هغه رسالت دى، چې د دې ځاى ځوانانو درک او تطبيق کړى دى.
له کويټې څخه راغلي وتلي شاعر پروفيسر دروېش دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر څلوېښت کاله مو ټوپکونه چلولي، بمونه او طيارې مو کارولې او په معنوي لحاظ ډېر شا ته پاتې يو.
د هغه په باور اوس نو دې ته بايد حساب وشي، چې موږ کومه ګټه کړې ده، په کار ده چې موږ ټوپک کښېږدو او له علمي لارې دا وطن جوړ کړو.
د هېواد وتلې شاعرې پروين ملال پژواک ته وويل، چې کندهار له پخوا څخه د افغانستان ادبي پلازمېنه وه او همېشه د ژبې، سياست او ادب په برخه کې فعال پاتې شوى، نو ځکه په دغه ولايت کې د دغه ډول علمي سيمينار جوړېدل پر ځاى او ارزښتمن کار دى.
هغې زياته کړه: ((زه په دې باور يم هغه پوهان او ليکوال چې د کابل په شمول د نړۍ له ځينو برخو څخه راغلي، دا ټول د پښتو ژبې مخکښ او سرلاري پوهان او اديبان دي او په دې کې شک نشته، چې د دغه سيمينار مواد او منځپانګه به په سياسي، علمي او ادبي برخو کې د افغانستان د راتلونکي نسل يو رهنما وي.))
ټاکل شوې ده، سبا سهار په نهه بجې د سمينار دويمه برخه پيل شي، چې د معمول په څېر به پکې راغلي څېړونکي خپلې مقالې اوروي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه سمينار په جوړلو کې کندهار ولايت مقام، کندهار ښاروالۍ، د ولس د پياوړتيا د بهير مشر محمود کرزي، افکو کمپنۍ، د ګمرک، قبايلو چارو او ټرانسپورټ رياستونو مالي مرسته کړې ده.









