کندهار(پژواک،١٦لړم٩٢): په کندهار کې د څلوېښتو کلونو له تاريخي پېښو څخه د زده کړې څېړنيز سمينار چې درې ورځې وړاندې پيل شوى و، نن د لړم په ١٦مه پاى ته ورسېد.
دغه سمينار د کندهار پوهنتون اړوند د پاچا خان د علمي او څېړنيز مرکز له لورې رابلل شوى و، چې پکې د هېواد، سيمې او د نړۍ له بېلا بېلو برخو څخه پوهانو، څېړونکو او ليکوالانو ګډون کړى و.
د سمينار موخه دا وه، چې څېړونکي د تېرو څلوېښتو کلونو سياسي، علمي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنيز مسايل وڅېړي او راتلونکو نسلونو ته د تېرو مثبتو او منفي تجربو حقيقت روښانه کړي.
د پاچاخان څېړنيز او علمي مرکز مشر څېړندوى انجنير شېر شاه رشاد، د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخېل او د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د سمينار په پاى کې په يوه خبري غونده کې د دغه څېړنيز سمينار په اړه معلومات وړاندې کړل.
د سمينار سمبالوونکي څېړندوى شېر شاه رشاد وويل، چې د دغه سمينار پر جوړېدو تېرې درې مياشتې کار شوى وو او د تېرو څلوېښتو کلونو په اوږدو کې پر بېلابېلو علمي، سياسي، کورني او بهرني سياست، اقتصاد، ټولنيزو مسايلو، چاپېريال او نورو برخو د افغانستان او سيمې په کچه د ٤٨ پوهانو له لورې مقالې ليکل شوې وې.
هغه زياته کړه: ((پوهاند حسن کاکړ، استاد محمد معصوم هوتک، ډاکټر نثار احمد صمد، ډاکټر فضل الربي زيرکيار، ډاکټر هاشميان، داود اعظمي، پروفيسر سيال کاکړ، ډاکټر عبدالروف رفيقي، عبدالباري جهاني، ډاکټر عالم پايند، ډاکټر روستار تره کى، صفيه حليم، پروفيسر خالق رشيد، اکاډميسين اعظم سيستاني، پروفيسر دروېش درانى، استاد حبيب الله رفيع، استاد محمد اصف صميم استاد عبدالله بختانى خدمتګار، عبدالغفور لېوال او لسګونه نور هغه پوهان او عالمان دي، چې سمينار ته راغلي وو او په تېرو دريو ورځو کې يې خپلې مقالې واورولې.))
د نوموړې په وينا، په تېرو دريو ورځو کې ٥٨٣ کسانو په سمينار کې برخه اخيستې وه، له هېواده بهر له پښتونخوا، کاناډا، اروپا او امريکا څخه ٢٠ تنه او په هېواد کې له دننه له بېلابېلو ولايتونو ٢٤ تنه افغان څېړونکي، پوهان او مشهورې څېرې دغه سمينار ته راغلي وو.
که څه هم د سمينار پرېکړه ليک وړاندې نه شو، خو رشاد وويل، چې ډېر ژر به په سمينار کې اورول شوې مقالې په کتابي بڼه چاپ او تر خلکو ورسوي.
هغه د سمينار په اوږدو کې د يوې بلې لاسته راوړنې خبر ورکړ او ويې ويل، چې همدا نن د هندوستان په مرکز ډهلي کې د افغانستان او هندوستان فاونډېشن پرېکړه کړې، چې په کندهار پوهنتون کې د ورېښم لار په نوم يوه علمي او څېړنيز مرکز جوړ او تمويل کړي، چې دا يو لوى پرمختګ دى.
د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخېل بيا د کندهار ولايت مقام، کندهار ښاروالۍ، افکو کمپنۍ، ګمرک، ټرانسپورټ، سرحدونو او قبايلو، ټرافيکو او يو شمېر نورو رياستونو څخه مننه وکړه، چې د دغه سمينار په جوړولو کې يې مالي او تخنيکي مرستې کړې دي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا وويل، چې جوړ شوى سمينار د تېرو ناخوالو د څېړلو په برخه کې يو اساس و چې کېښودل شو، خو دغه راز سمينارونه به دوام پيدا کوي.
هغه وويل، يوازې په دريو ورځو کې دا ستونزمنه ده، چې د تېرو څلوېښتو کلونو جريانات وڅېړل شي، خو په راتلونکې کې به داسې امکانات برابروي چې د هرو پنځو کلونو جريانات وڅېړل شي او پايلې يې د خلکو پر وړاندې کېښودل شي.
سمينار ته راغليو يو شمېر ليکوالانو، پوهانو او څېړونکو دغه سمينار مثبت وارزاوه او غوښتنه يې وکړه، چې دغه راز نور څېړنيز سمينارونو ته اړتيا ده، چې وخت په وخت تېر حالات وڅېړي او د هغوى په رڼا کې راتلونکي پلانونه او پروګرامونه جوړ کړي.
له کويټې څخه راغلي وتلي شاعر پروفيسر دروېش دراني پژواک اژانس ته وويل، چې افغانانو په تېرو څلوېښتو کلونو کې جګړې وکړې، ډېر زيانونه يې وليدل، اوس ورته په کار ده، چې دې هر څه ته حساب وکړي، چې ګټه يې کړې او که تاوان.
د هغه په باور، دغه راز سمينارونه ځوانانو او نوي نسل ته دا فرصت په لاس ورکوي، چې له تېرو بدو تجربو پند واخلي او له ښو تجربو مثبتې ګټې په لاس راوړي او پر بنسټ يې خپل راتلونکى وټاکي.
له کاناډا هېواد څخه راغلي څېړونکي استاد محمد معصوم هوتک وويل، چې دا څېړنغونډه بايد د دغه ډول علمي سمينارونو او غونډو پيلامه شي او داسې فعاليتونه او هڅې پسې روانې او تعقيب شي، ځکه په درو ورځو کې د افغانستان د تېرو څلويښتو کلونو ټول مسايل نه شي څېړل کېداى.









