کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٢): خلک د عاشورا د ورځې د بدلون له امله، له شک سره مخ دي او تر دې، چې د ځينو ادارو نيمايي کارکوونکي هم خپلو ادارو ته نه دي حاضر شوي، خو ستره محکمه بيا دغه بدلون له خپلو عادي واکونو څخه ګڼي.
د سترې محکمې د مکتوب له مخې، چې پرون مازديګر د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته لېږل شوى، نن د لړم ٢٢ مه،د محرم الحرام (عاشورا) لسمه ښودل شوې ، نو په همدې مناسبت، د دولتي ادارو ځينې کارکوونکي خپلو دندو ته نه دي حاضر شوي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال علي افتخاري وايي، پرون سترې محکمې د يوه رسمي مکتوب په ترڅ کې موږ ته خبر راکړ، چې د چهارشنبې ورځ ( د محرم الحرام لسمه) عمومي رحصتي ده.
هغه زياته کړه، سترې محکمې پرون غرمه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ګډون ځينو دولتي ادارو ته خپل مکتوب لېږلى، تر څو ياد اعلان د رسنيو له لارې د خلکو تر غوږو ورسيږي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال وويل، پرون وروسته بيا سترې محکمې دوى ته په شفاهي ډول خبر ورکړ، چې عاشورا د پنجشنبې په ورځ ده.
افتخاري وويل: ” موږ د پرون مازديګر تر پنځو بجو انتظار وکړ، تر څو دغه موضوع موږ ته د يوه رسمي مکتوب له مخې وړاندې شي، خو له بده مرغه داسې ونه شول او مکتوب موږ ته را ونه رسېد او بيا زه مجبور شوم، چې په خپله سترې محکمې ته ولاړ شم، تر څو سم خبر تر لاسه کړم.”
سرچينې وويل، سترې محکمې په شفاهي ډول وويل، چې دغه مکتوب ناسم دى؛ محرم د چهارشنبې په ورځ دى.
په هغه مکتوب کې، چې د سترې محکمې له لوري د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته لېږل شوى، راغلي: ” لکه څرنګه، چې د سترې محکمې له لوري د ١٣٩٢ لمريز کال د لړم ٢٢ مه نېټه (چهارشنبه)، د محرم الحرام لسمه ښودلې، نو د افغانستان اسلامي جمهوريت د کار قانون د ٤١ مې مادې له مخې، د لړم ٢٢ مه، چې د عاشورا له ورځې سره سمون خوري، په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلانوي.”
خو د سترې محکمې مشر مولوي صديق الله مسلم پژواک خبري اژانس ته وويل، د سترې محکمې د قضايي حکم له مخې، د چهارشنبې ورځ نه، بلکې د پنجشنبې ورځ، عاشورا اعلان کړه.
هغه زياته کړه، د سترې محکمې عالي شورا د هېواد د قضايي ارګان په توګه، چې کله هم خپل حکم صادر کړي، نو نور ټول حکمونه باطل اعلانيږي.
مولوي مسلم زياته کړه: ” موږ، چې خپل مکتوب وليکه نو د اسلامي هېوادونو د لمريزې نېټې له مخې و، او زموږ ځينو شيعه ملګرو وويل، چې نن د محرم الحرام لسمه ده، خو نه پوهېږم، د سترې محکمې په عالي شورا کې د کومې پرېکړې له مخې خبرې شوي او شورا اعلان کړى، چې عاشورا د پنجشنبې په ورځ ده.”
هغه ټينګار وکړ، د سترې محکمې عالي شورا واک لري، تر څو د لومړۍ او استيناف محکمو احکام ملغى اعلان کړي، نو له همدې امله د ساده موضوعاتو لکه د عاشورا د مراسمو اعلان هم کوم مهم کار نه دى.
هغه وويل، ټولو ټلويزيونونو د شپې له خوا د سترې محکمې د حکم له مخې د پنجشنبې ورځ، د محرم الحرام لسمه (عاشورا) اعلان کړه او د سترې محکمې کارکوونکي هم د عالي شورا د حکم له مخې، ټول په خپلو دفترونو کې حاضر دي او رخصت نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې خلک او دولتي کارکوونکي، د شورا د ورځې د بدلون له امله شکمن شوي او ځينې کارکوونکي خپلو ادارو ته نه دي حاضر شوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستيال جلال نوراني، د خندا په حال کې پژواک ته وويل: ” زموږ د خپرونو په رياست کې، هيڅوک هم نه دي راغلي.”
هغه زياته کړه، چې په دې کار کې کارکوونکي نه دي ګرم؛ د کار او ټولنيزو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ موږ ته خپل استازى راولېږه، چې د چهار شنبې په ورځ عاشورا ده، نو د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ملي راډيو تلويزيون او د هېواد او انيس ورځپاڼو له لارې اعلان وکړ، چې د چهارشنبې په ورځ عاشورا ده، خو تېر ماښام بيا دغه نظر بدلون وموند.
نوراني زياته کړه: ” نن کله، چې راتلم نو ټول سرکونه خالي وو.”
د ماليې وزارت د بيمو چارو رياست د خدمتونو د وړاندې کولو عمومي مدير محمد ويس حکيم زاده هم وويل، د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مکتوب له مخې، چې دغه وزارت ته ورلېږل شوى، د چهارشنبې په ورځ عاشورا اعلان شوې وه، خو د شپې ناوخته مهال د تلويزيون له لارې اعلان وشو، چې عاشورا د پنجشنبې په ورځ ده.
د ولسي جرګې مرستيال صالح محمد سلجوقي هم وويل، له همدې امله نن د ولسي جرګې نصاب پوره نه دى.
په ورته وخت کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند هم ومنله، چې د عاشورا ورځې د دوه ګوني والي له امله، د ځينو ادارو کارکوونکي خپلو ادارو ته نه دي راغلي، خو د کومې ځانګړې ادارې نوم يې ياد نه کړ.










