فراه (پژواک ٥ ليندۍ ٩٢): د فراه د کرنې چارواکي وايي، سږ کال د انارو د پلور بازار ښه دى او له شاوخوا ٥٢زره ټنو انارو څخه له يو نيم ميليارد ډېرې افغانۍ بڼوالو ترلاسه کړې دي.
د فراه د کرنې رياست سرپرست انجنير عبدالمنان متين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږکال په دې ولايت کې له ٣٣٥٠ هکتاره باغونو څخه ٥٢زره ټنه انار ترلاسه شوي دي؛ په داسې حال کې، چې تېر کال د انارو له ٣١٠٠ هکتاره باغونو څخه ٤٣زره ټنه انار ترلاسه شوي وو.
متين زياته کړه، چې تېر کال د ښو بازارونو د نه شتون له امله، په فراه کې يو کيلو انار په ٢٠ افغانۍ پلورل کېدل او تېر کال له انارو څخه ترلاسه عايد ٨٦٨ ميليونو افغانيو ته رسېده.
خو هغه وويل، سږ کال د ښه بازار له امله په منځني ډول يو کيلو انار په ٣٠ افغانيو پلورل کېده.
هغه زياته کړه: “لکه څرنګه چې سږ کال د انارو موسم له لوى اختر سره يو ځاى راغى، نو ډېرو خلکو د اختر لپاره انار واخيستل، له همدې امله سږ کال د انارو موسم ښه و او باغ لرونکو ترې ښه ګټه واخيسته.”
د متين په وينا، که څه هم له فراه څخه د صادر شويو انارو اندازه ورته نه ده معلومه، خو سږ کال د انارو بازارونه له فراه پرته په نورو ولايتونو کې هم ښه وو او د فراه انار د ايران په زابل ښار او د پاکستان په کوېټه ښارونو کې ښه و او دغه راز د پاکستان له لارې د هند بازارونو ته هم صادر شوي دي.
په ورته وخت کې بڼوال هم د انارو له حاصلاتو او ښو بازارونو څخه خوښ دي، خو وايي، که چېرې دولت او موسسې بڼوال وروزي او دغه راز په دغه ولايت کې يوه سړه خونه جوړه شي، نو بزګران به ترې ډېره ګټه پورته کړي.
د فراه په مرکز کې د يزده کلي يوه بڼوال محمد ناصر وويل، د دوى په کلي کې د انارو له دېرشو ډېر باغونه شته دي او په دې کې دوه باغونه د ده دي.
هغه زياته کړه، چې سږ کال ټولو بڼوالو د انارو له حاصلاتو ښه ګټه پورته کړې ده.
هغه وويل، سږ کال يې له خپلو دوو باغونو، چې هر يو درې جريبه دى، ټولټال ١٩ ټنه انار ترلاسه کړي دي؛ په داسې حال کې، چې تېر کال يې ١٧ ټنه حاصلات ترلاسه کړي و.
هغه زياته کړه: “سږ کال انار خراب نه شول او ښه کيفيت يې درلود؛ په داسې حال کې، چې تېر کال ډېرى انار د چينجي وهنې له امله خراب شوي وو.”
د فراه مرکز د شوراباد کلي يوه اوسېدونکي ٤٠ کلن امرالدين هم د خپل بڼ له حاصلاتو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: “د شوراباد کلي انار د افغانستان تر ټولو ښه انار دي، ښه کيفيت لري، له اوبو ډک دي او ډېر غټ غټ دي او تر دې چې کله کله يو انار يو کيلو وزن هم لري.”
امرالدين وويل، د څلور جريبو په مساحت بڼ لري او سږ کال يې ترې ١٤ ټنه انار تر لاسه کړي دي؛ په داسې حال کې چې پخوا به يې ترې له ٩ څخه تر يوولسو ټنو پورې حاصلات ترلاسه کول.
هغه زياته کړه، چې په عمده توګه يې يو کيلو انار په ٢٨ افغانيو پلورلي دي.
د فراه يو شمېر بڼوال، د اوبو نه شتون د بزګرو له بنسټيزو ستونز څخه ګڼي او وايي، د باغونو په خړوبولو کې د څاه له اوبو څخه استفاده کوي.
د فراه مرکز د کهدانک کلي يوه بل بڼوال خير محمد وويل، بڼوالو سږ کال د انارو له حاصلاتو ښه ګټه ترلاسه کړې ده، خو د اوبو د نه شتون له امله يې يواځې ٣٠ سلنه عايد واټرپمپ ته د تېلو پر پېرلو لګولي دي.
هغه زياته کړه: “له کلونو راپدېخوا دولت له بزګرانو سره د بخش اباد سيمې د سربند جوړولو ژمنه کوي، خو تراوسه دغه بند، چې د خلکو په ځانګړي ډول د بزګرانو هيله ده؛ نه ده پوره شوې.”
په ورته وخت کې د فراه ولايت بزګران وايي، که دولت په فراه کې کومه سړه خونه جوړه کړي او په کې کرنيز محصولات وساتل شي، نو د فراه د کرنيزو محصولاتو لپاره به د بازار موندنې ستونزې هوارې شي.
د کاريز محمد کلي يوه بزګر شمس الدين وويل، هر کال د فراه کرنيز محصولات، چې له ډلې يې هندواڼه، انار، انګور، بادرنګ او سبزيجات دي، ډېر زيات وي، خو ډېرى وخت د بازار د نه شتون او د سړو خونو له امله خرابېږي او بزګران ډېر زيانمنېږي.
هغه زياته کړه، که د کرنې رياست د خپلو محصولاتو د ساتلوپه موخه دوى ته سړې خونې جوړې کړي، نو محصولات به يې په ښه بيه او مناسب وخت وپلورل شي.
د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست سرپرست انجنير عبدالمنان متين، د اوبو او سړو خونو د نه شتون ترڅنګ د بزګرانو د ستونزو په منلو سره وويل: “د اوبو ستونزې د هوارۍ په برخه کې د بخش اباد بند مهم روان دى او د سړو خونو په اړه له دې لارې د فراه خلکو ته زېرى ورکوم، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ٥ سوه ټنه په وړتيا د اوبو او مالدارۍ وزارت له لوري په فراه ولايت کې يوه سړه خونه جوړه شي.”
د فراه انار، چې د بلوچ خواني، سبزک، فخري، کندهاري او د بمبيي په نومونو هم ياديږي، په مزارشريف کې يې د ١٣٨٨ زېږديز کال کې په نړيوال نندارتون کې لومړى مقام خپل کړ، ځکه له يوه پلوه اوبلن دي او له بله پلوه کلک پوستکى لري او لېرې ځايونو ته د وړلو وړتيا لري.










