کندهار ښار(پژواک،١٢ ليندۍ ٩٢): په کندهار ولايت کې مېشت معلولين وايي، چې له بې روزګارۍ او د سرپناه له نشتوالي کړېږي، خو دولت يې ستونزو ته هيڅ پاملرنه نه کوي.
د کندهار ولايت معلولينو دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې، چې نن د ليندۍ په ١٢مه، د معلولينو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د رزګونو معلولينو تر څنګ د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا، مرستيال والي عبدالقديم پتيال او ګڼ شمېر نورو دولتي مسوولينو ګډون کړى و.
معلولينو غوښتنه کوله، چې له دولت څخه مفته مرسته نه غواړي، بلکې هيله ورڅخه کوي ، چې د کار او روزګار غم يې وخوري.
د عبدالقدوس په نوم يوه معلول، چې څو کاله وړاندې يې په ژيړۍ ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې خپله يوه پښه له لاسه ورکړې وايي، دولت دې ورته د داسې کار غم وخوري، چې هغوى يې تر سره کولاى شي.
هغه زياته کړه، د روزګار او سرپناه نشتوالى يې د ژوند تر ټولو لويه ستونزه ده، ځکه په خپل نيمګړي ځان نه شي کولاى د ژوند درانه پېټي ته اوږه ورکړي.
دى وايي، د کورنۍ د غړو شمېر يې ٩ تنه دى، په کور کې د ګټې وټې بل څوک هم نه لري، چې د هغه لاسنيوى وکړي، نو ځکه له دولت څخه غوښتنه کوي، چې داسې کار ورته پيدا کړي، چې هغه يې تر سره کولاى شي.
ده وويل: (( په خپله مې ډېره هڅه کړې ده چې ځان ته داسې کار پيدا کړم، چې کولاى يې شم، خو چې هرې ادارې ته سره ور ايسته کړم، همدا راته وايي، چې ته معلول يې او کار نه شې کولاى.))
د هغه په باور، دغو ستونزو ته په پام سره يواځې دولت کولاى شي د هغوى لپاره د کار او روزګار غم وخوري او ستونزې يې حل کړي.
د ګل محمد په نوم يو ٥٦ کلن معلول چې دواړه پښې يې د ماين په چاودنه کې له لاسه ورکړي او پر بايسکل ګرځي، وايي له مجبورې ورځې سوال کولو ته اړ شوى دى.
هغه پژواک ته وويل، دولت ورته د کاله يواځې ١٨ زره افغانۍ ورکوي، چې د هغه د يوې مياشتې لګښت هم نه شي پوره کولاى.
نوموړي هم له دولت څخه وغوښتل ، چې لومړى يې د سرپناه غم وخوري او وروسته ورته د کار زمينه برابره کړي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم غونډې ته د خپلې وينا پر مهال د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو پر وزرات نيوکه وکړه، چې تر اوسه يې د معلولينو د ژوند د ښه کولو لپاره کومه هر اړخيزه پاليسي نه ده جوړه کړې.
خو هغه زياته کړه، چې په ولايتي کچه يې د مرسته کوونکو ادارو په همکاري تر يوه حده هڅه کړې، چې معلولينو ته د هغوى له وړتيا سره سم کار وموندل شي.
والي له معلولينو سره ژمنه وکړه، چې هغوى ته به د سرپناه د برابرولو په برخه کې د يوه ښارګوټي د جوړولو په مخه هلې ځلې وکړي.
د کندهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس نظرعلي قاطع هم د معلولينو ستونزې پر ځاى وګڼلې او ويې ويل، چې په دغه ولايت کې هغوى ته د ژوند هيڅ راز اسانتياوې نه دي برابرې شوي.
هغه په ټولنيز ژوند کې معلول ته په سپکه کتل او د هغوى لپاره زړه ماتوونکي نومونه کارول هم يوه لويه ستونزه وګڼله.
په کندهار کې د معلولينو د ټولنې يو مسوول فيض الله عمريار وويل، نه يواځې د تېرو جګړ پر مهال ګڼ افغانان معلول شوي دي، بلکې روانې جګړې هم دغه ګراف لوړ ساتلی او تر اوسه د معلولينو د ستونزو د حل لپاره چا هيڅ هڅه نه ده کړې.
هغه زياته کړه، معلولين د سرپناه له نشتوالي هم ځورېږي، په داسې حال کې چې ولسمشر ورته د ځمکو او کورونو د ورکړې فرمان ورکړى دى، خو بيا هم يواځې ٢٠٠ تنو ته کورونه ورکړل شوي دي.
دغه کورونه د عربي متحده اماراتو د يوې خيريه ټولنې له خوا د پنجوايي ولسوالۍ په صالحانو کلي کې ورکړل شوي، خو د ولسمشر له فرمان سره سم د ١٠٠٠ نومرو د ورکولو چاره تر اوسه نه ده پيل شوې.
د کندهار ښاروالۍ مسوولين بيا وايي، د معلولينو لپاره ځمکې په شهيد احمد ولي خان او شهيد غلام حيدر حميدي ښارګوټو کې په نښه شوې، چې د يوه منظم پلان له مخې به يې ورکړي.
افغانستان د نړۍ په کچه زيات شمېر معلولين لري، چې ډېری يې په هېواد کې د روسي پوځونو تر وتلو وروسته د تنظيمونو له خوا د خپلمنځي جګړو پر مهال معلول شوي او شمېر يې له ٧ نيم لکه څخه تر ٨ لکه پورې رسېږي، چې يواځې په کندهار کې ٩٥٠٧ معلولين شتون لري.









