منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د سيمه ييزو راډيوګانو نا سمو خپرونو خلک اندېښمن کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

ګردېز (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٢): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د سيمه ييزو راډيو ګانو دخپرونو په اړه شکايت کوي، چې خپرونې يې معياري نه دي او غير اخلاقي خپرونې کوي.

دا مهال د پکتيا په مرکز ګردېز او شاوخوا ولسواليو کې د لسو په شاوخوا کې شخصي راډيوګانې خپرنيز فعاليت لري، چې ځينې يې پر بهرنۍ او ځينې نورې په شخصي لګښت چلېږي.

د پکتيا پوهنتون د پښتو ادبياتو محصل عبدالرحيم وايي: ((موږ له يو شمېر محلي راډيو ګانو ټوله ورځ سندرې اورو، يوازې د ماښام خبري سرويس لري، چې هغه هم خپل توليد نه لري او له نورو رسنيو خبرونه اخلي.))

نوموړی وايي، هغه سندرې چې له دغو راديو ګانو خپرېږي په معيار برابرې نه دي، د افغاني موسيقۍ تر څنګ د نورو ژبو سندرې هم خپرېږي، چې له ټولنې سره اړخ نه لګوي.

د دغه ولايت اوسېدونکو دا هم وايي، چې له سيمه ييزو راډيوګانو داسې ژوندۍ خپرونې کېږي، چې نجونو او هلکانو ته دا زمينه برابروي، چې له يو بل سره مستقيم او غير مستقيم اړيکې ونيسي او غير اخلاقي کړنو پر لور يې بوځي.

د ګردېز ښار يوه اوسېدونکي محمد صابر پژواک اژانس ته وويل: ((د محلي راډيوګانو ژوندۍ خپرونې، چې موږ اورو، ټوله ورځ نجونې او هلکان ورته ټيلېفونونه کوي، په ښکاره باندې د يو بل نومونه اخلي او يو بل ته سندرې او شعرونه ډالۍ کوي.))

نوموړی وايي، له دې لارې زياتو نجونو او هلکانو له يو بل سره اړيکې پيداکړې، چې وروسته بيا غير اخلاقي عمل ترسره کوي، ځينې نجونې او هلکان له کوره هم تښتېدلي او دوه کورنۍ يې په غم اړولې دي.

د مطبوعاتو د برخې کارپوهان هم د سيمه ييزو راډيوګانو له دا ډول کړنو اندېښنه لري او وايي، که چېرې د دې ډول کړنو مخه ونه نيول شي نو هغه رول، چې رسنۍ د ټولنې د اصلاح لپاره لري له لاسه ورکړي.

 ليکوال او ژورنالېست عارف الله حقپرست په دې اوه بيا وايي: ((تر ډېره بريده لوستو او نا لوستو کسانو ته د رسنيو اهميت معلوم دی او ورځ تر بلې نور هم په دې پوهېږي، چې رسنۍ د خلکو ذهنونه څومره روښانه کولای شي او يا نورې کومې ګټې لري.))

نوموړی وايي، په پکتيا کې د ځينو سيمه ييزو راډيو ګانو خپرونو خلک اندېښمن کړي او د رسنيو رول له پوښتنې سره مخ کړی دی.

 د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس محمد شفا مشفق هم د خلکو دغه اندېښنه پر ځای بولي او وايي،چې په دې برخه کې به دوی هم خپلې هلې ځلې وکړي.

نوموړی وايي، دوی په خپل تشکيل کې د اطلاعاتو په نامه څانګه لري تر څو هغه رسنۍ کنټرول کړي، چې له قانونه خلاف او غير اخلاقي خپرونې کوي.

مشفق وايي، تر دې مهاله په رسمي ډول د خلکو له لوري شکايت نه دى ورته رسېدلى خو دوى د ځينو راډيوګانو خپرونې اورېدلې او دغه ستونزې يې درک کړې دي.

 د ده په خبره، چې ځينې راډيوګانو ته يې په دې اړه مکتوبونه هم لېږلي خو تر دې مهاله يې د خپلو مکتوبونو ځواب نه دى ترلاسه کړى.

خو په ګردېز کې د پکتيا غږ راډيو د خپرونو مسوول ذبيح الله ايوبي وايي، چې د دوى راډيو له تېرو لسو کلونو خپرونې کوي خو په دې موده کې يې داسې خپرونې نه دې کړې چې خلک يې په اړه شکايت وکړي.

د ده په خبره، چې د اورېدونکو د غوښتنې مطابق خپرونې کوي خو سره له هغه هم ځيني شکايتونه ورته رسېدلي دي خو دوى غواړي چې په خپلو خپرونو کې د خلکو د غوښتنو پر اساس خپرونې برابرې کړي.