کابل (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٢): لويې څارنوالۍ د ژوندون ټلويزيون د خپرونو د ځنډېدو امر کړى او همداراز يې د دې رسنۍ مسوول او دوه نور سياسي شنونکي، چې څرګندونې يې د خلکو له پراخو نيوکو سره مخ شوې، څارنوالۍ ته غوښتي دي.
د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي، نن پژواک خبرى اژانس ته وويل چې دوى وروسته له هغه دا پرېکړه وکړه، چې په ژوندون ټلويزيون کې د قومونو په اړه د يوه سياسي بحث د ګډونوالو پر څرګندونو نيوکې وشوې.
په دې بحث کې د ژوندون ټلويزيون مشر محمد اسماعيل يون، د مشرانو جرګې غړي بسم الله افغانمل او پوځي کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت ګډون درلود.
عزيزي وويل، چې اسماعيل يون نن د ځواب ويلو لپاره لويې څارنوالۍ ته ورغلى و، خو پاتې دوه تنه به سبا ورشي.
خو هغه وويل، د څېړنو پايلې به د تحقيقاتو له بشپړتيا وروسته په ډاګه کړي.
خو د ژوندون ټلويزيون مشر اسماعيل يون، پژواک اژانس ته وويل، چې د تلويزيون خپرونې يې نورماله روانې دي او ځنډول شوې نه دي.
ده زياته کړه: “د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت زموږ د ملي داعيې چې په تذکرو کې د افغان او اسلام يادونه ده، د مخنيوي په خاطر غواړي پر موږ قومي تورونه پورې کوي او قومي حساسيتونه راوپاروي، ترڅو اساسي مسئلې ته د چا پام نه شي.”
د هغه په وينا، نن په خپله لويې څارنوالۍ ته د خپل اووه ماده ييز غوښتنليک د ورسپارلو په موخه ورغلى و.
يون وايي: “په دې غوښتنليک کې راغلي، چې د ټولو ټلويزيونو له لسو کلونو راهيسې تردې دمه ارشيفونه دې ارزيابي شي، چې چا ملي ګټو ته کار کړى او چا قومي، سمتي او تنظيمي ګټو ته؛ دغه راز دې د ټولو ټلويزيونو سرچينې وڅېړل شي، چې پيسې له کومه کوي.”
نوموړي وويل: “د دې غوښتنليک د سپارلو پرمهال د لوى څارنوال له خوا راته يادونه وشوه، چې د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون پر تا باندې دعوه کړې، چې د ملي ګټو پر ضد مو خپرونې کړې دي.”
هېره دې نه وي، چې ولسمشر کرزي هم څو ورځې وړاندې په کابل کې يوې غونډې ته د وينا په ترڅ له کورنيو رسنيو وغوښتل، چې د ملي ګټو خلاف خپرونې ونه کړي.
کرزى ويلي و چې دا خوځښتونه له بهر څخه د افغانانو د ملي يووالي د ويجاړولو لپاره رهبري کېږي او په ټول قوت سره به پر متخلفو کسانو قانون پلى شي.
پرون سلګونه کسانو په کابل کې لاريون وکړ او د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه يې وکړه، چې تعصب ته لمن وهي.
د لويې څارنوالۍ وياند همداراز وويل، چې د انصار په نوم نادولتي ورځپاڼه هم د لويې مشورتي جرګې ګډونوالو ته په سپکاوي تورنه ده.
ده زياته کړه، دغه راز د انصار ورځپانې مسوول يې هم د څېړنو لپاره ورغوښتى دى.
نوموړى وايي، ياد کسان يې د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون په وړانديز رابللي او نن ترې څېړنې پيل شوې.
ده وويل، لويې څارنوالۍ د خپلو څېړنو تر بشپړولو پورې د ژوندون ټلويزيون او انصار ورځپاڼې د خپرونو د تعليق امر ورکړى دى.
هغه وايي: “نن له غرمې وروسته د يادو رسنيو د تعليق حکم ورکول شو، دا به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لېږل کېږي او له هغه وروسته به يادې رسنۍ بندېږي.”
خو د يادولو وړ ده، چې تر دې دمه (د ماخوستن اته بجې) د ژوندون تلويزيون خپرونې په نورمال ډول روانې دي.
د لويې څارنوالۍ وياند ګواښ وکړ، هر هغه رسنۍ چې د ملي ګټو پر ضد خپرونې کوي، خپرونې به يې بندې کړي او هر هغه کارپوه، چې په کومې رسنۍ کې د ملي منافعو ضد څرګندونې کوي، هغه به د لويې څارنوالۍ له خوا تر عدلي تعقيب ونيول شي.









