کابل (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٢): کابل کې په ورته وخت کې د “خزاني کتاب” تر سرليک لاندې د يوه نندارتون په پرانيستلو سره د اسيا ټايمز نشريه هم په رسمي ډول د افغانستان د رسنيو له کورنۍ سره يو ځاى شوه.
دغه نندارتون، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري، په کابل کې د نوي کال د نړيوال جشن په مناسبت په لاره اچول شوى، پکې د کورنيو خپرندويو ټولنو له لوري سلګونه ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د توريزم او اداري مرستيال غلام نبي فراهي د خبرو په ترڅ کې وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، چې د نوي کال د نړيوال جشن د تر سره کولو کمېسيون د فرهنګي کمېټې مسووليت پرغاړه لري، دغه نندارتون په لاره اچولى دى.
هغه وويل، ياد وزارت د يوه پروګرام له مخې، چې له وړاندې ټاکل شوى په پام کې لري، چې د راتلونکو درېيو مياشتو په ترڅ کې د فلم، موسيقۍ، کتاب او د هفت ميوې نندارتون، چې د افغانانو د فرهنګ پېژندل شوي رواجونه دي، تر سره کړي.
د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان يونسکو، څلور کاله وړاندې د نوي کال ورځ د نړۍ فرهنګي ورځ وبلله او له هغه وروسته د نوي کال د حوزې هېوادونه دغه ورځ د نړيوال جشن د ورځې په مناسبت لمانځي.
په تېرو درېيو کلونو کې تاجکستان، ايران او ترکمنستان هېوادونه د جشن د ورځې کوربه هېوادونه وو او ټاکل شوې، د ١٣٩٣ لمريز نوي کال ورځ د بېلابېلو هېوادنو د مشرانو په ګډون، د کابل په پغمان سيمه کې تر سره شي.
د يکشنبې په ورځ په يوه بله پرانيست غونډه کې، د اشيا ټايمز نشريه په رسمي ډول خپل فعاليت اعلان کړ.
دغه نشريه په اتو مخونو کې په رنګه او تور-سپين ډول په دري، پښتو او انګريزي ژبو خپريږي او ټاکل شوې، چې هرې درې ورځې وروسته خپره شي.
د دغې نشريې مسوولې مديرې صحرا کريمي خبريالانو ته وويل، اشيا ټايمز يوه خپلواکه او ناپېيلې نشريه ده، چې د ژورناليزم اصولو او د هېواد د رسنيو قانون سره سم به خپل فعاليت پر مخ بوځي.
د رسنيو د څار مسوول صديق الله توحيدي، د نۍ موسسې په دفتر کې هم د يادې نشريې له فعاليت څخه هر کلى کړى او هغه يې په هېواد کې د بيان ازادۍ د پياوړتيا په برخه کې اغېزناکه بللې ده.
د بيهقې د کتاب خپرونې مشر فيض الله محتاج، په وروستيو ١٣ کلونو کې د کتابونو د چاپ صنعت وضعيت د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه، چې په دې وروستيو کې د کتابونو چاپ صنعت د ښه کېدو لپاره ځينې کارونه تر سره شوي دي.










