منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

پژواک اژانس ته د اداري فساد پر ضد د مبارزې ستاينليک ورکړل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل ( پژواک ١٨ ليندۍ ٩٢ ) : د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکې او د فساد پر وړاندې د څار افغاني ادارې له خوا پژواک خبري اژانس ته ستاينليک ورکړل شو .

دغه ستاينليک د يادو ادارو له خوا په ګډه تېره شپه په کابل کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت د يوې غونډې پر مهال ورکړل شو .

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکې يوتن مشر ډاکټر شفيق همدم وويل ، چې پژواک خبري اژانس له تېرو څو کلونو راهيسې په هېواد کې د اداري فساد پر وړاندې کلکه مبارزه کړې او ګڼ شمېر  څيړنيز راپورونه يې جوړ کړي دي.

نوموړي د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې د رسنيو او په ځانګړې توګه د پژواک اژانس د رول ستاينه وکړه او ويې ويل ،چې نورې رسنۍ هم بايد په دې برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

د يادې غونډې پر مهال د ولسي جرګې د پخوانۍ وکيلې صفيه صديقي په لاس د پژواک اژانس   استازي او اېډېټر جاوېد هميم کاکړ ته  ستاينليک ورکړل شو .

 د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له يادو ادارو څخه مننه وکړه، چې ددوى د هڅو ستاينه يې وکړه .

هغه زياته کړه،چې ادارې يې له پيل راهيسې په هېواد کې د اداري فساد پر وړاندې کلکه مبارزه کړې ، په کابل او ټولو ولايتونو کې يې خپلو خبريالانو ته دنده سپارلې،چې د فساد پر وړاندې کلک ودريږي او په اړه يې راپورونه جوړ کړي.

دانش کړوخېل وويل ،چې دوى د فساد په اړه ګڼ شمېر ځانګړي او له نورو رسنيو سره په ګډه څيړنيز راپورونه جوړ کړي، چې د بېلګې په توګه يې په کډوالو وزارت کې دفساد په اړه د وروستي راپور يادونه وکړه، چې له امله يې د کډوالو چارو وزير ولسي جرګې استيضاح کړ.

د هغه په وينا، دغه راز په دولتي ادارو کې د فساد په اړه، د ځمکو د غصب او د فساد د نورو برخو په اړه پژواک اژانس ګڼ شمېر راپورونه خپاره کړي دي.

دغه راز په ياده غونډه کې طلوع تلويزيون، د ولسي جرګې ډاکټر رمضان بشر دوست او يو شمېر نورو کسانو ته هم تقديرنامې ورکړل شوې.

د ليندۍ ١٨ مه، په ټوله نړۍ کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ورځې په توګه نمانځل کېږي، په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې تېره اونۍ د روڼتيا  نړيوال سازمان ( ټرانسپرنسي انټرنېشنل) افغانستان په نړۍ کې لومړى مفسد هېواد اعلان  کړ.