کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٢): د فکر او عمل جرګې له لويې څارنوالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غوښتي، چې د ژوندون تلويزيون د تعليق په اړه خپل حکم او وړانديز بېرته واخلي.
لويې څارنوالۍ دوه ورځې وړاندې د ژوندون تلويزيون د خپرونو د ځنډېدو امر وکړ. د دې ادارې چارواکي وايي، چې دوى دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې په ژوندون تلويزيون کې د قومونو په اړه د يوه سياسي بحث د ګډونوالو پر څرګندونو نيوکې وشوې.
په دې بحث کې د ژوندون تلويزيون مشر محمد اسماعيل يون، د مشرانو جرګې غړي بسم الله افغانمل او پوځي کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت ګډون درلود. لويې څارنوالۍ ياد درې واړه کسان هم د څېړنو په موخه ورغوښتي وو.
د فکر او عمل جرګې له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بيان د ازادۍ، ولسواکۍ، ملي يووالي، سولې، امنيت، د قانون په تطبيق او مدني ټولنې په وده کې د رسنيو او د فعالينو ونډه او مسووليت ډېر اړين بولي.
سرچينې زياته کړې: “موږ د اطلاعات او فرهنګ وزارت د څېړنې او د قانوني مراحلو له طی کولو پرته او د هېواد د نافذه قوانينو او په ځانګړي ډول د رسنيو د تخطۍ د قانون په نظر کې نه نيولو سره، د ژوندون تلويزيون پر خلاف هر ډول اقدام د افغان ولس، ملي هويت، د بيان د ازادۍ، ولسواکۍ او ملي يووالي په زيان بولو. دا ډول فشارونه غير عادلانه او د اساسي قانون خلاف عمل دی.”
د فکر او عمل جرګې له ټولو رسنيو، سياسی مبصرينو، سياستوالو او ليکوالانو څخه په کلکه هيله او غوښتنه کړې، چی د افغانستان اوسنيو حساسو شرايطو ته په کتو سره، داسې موضوعاتو ته چې هغه د افغانستان د اساسي قانون، ملي ګټو، اسلامی ارزښتونو او ملي يووالي سره په ټکر کې وي، لمن ونه وهي.
سرچينې دغه راز د ولسی جرګې او مشرانو جرګې له غړو څخه هيله کړې، ترڅو د ملي يووالي اصل ته په کتو له عجولانه او ناڅېړنيزو پرېکړو، په ځانګړي ډول داسې پرېکړې، چې له اساسي قانون سره په ټکر کې وي، ډډه وکړي.
د فکر او عمل جرګې له لويې څارنوالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مسوولينو غوښتي، چې د دې ستونزې د ډېرېدو او پراخېدو مخنيوى وکړي.
د فکر او عمل جرګې د روان لمريز کال له پيله خپل فعاليت پيل کړى، چې د حجرې، محراب، دفتر او ملي پانګه والو له متنفذو ملي شخصيتونو څخه جوړه شوې ده او په ټول هېواد کې د ټولو قومونو استازي يې غړيتوب لري.









