کابل (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٢): د لوړو زده کړو وزير وايي، چې سږ کال به د کانکور د ازموينې له لارې شاوخوا ١١٧ زره زده کوونکي د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار پيدا کړي.
د مشرانو جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد او د پوهنې وزير غلام فاروق وردګ ورغوښتل شوي وو، تر څو په هېواد کې د لوړو زده کړو او د پوهنې په برخو کې د ستونزو او پرمختګونو په اړه د جرګې غړو ته معلومات ورکړي.
د جرګې غړو ويل، چې د کانکور ازمويني پروسه رڼه نه ده او په يو شمېر ولايتونو کې، چې د لوړو زده وزارت له خوا کومې پروژې پيل شوې د کلونو په تېرېدو سره يې اوس هم چارې بشپړې شوې نه دي.
خو د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد وايي، چې د کانکور ازموينې پروسې د روڼتيا په موخه يې د ازموينې په کمېټه کې د پام وړ بدلون راوستى دى.
هغه زياته کړه: ((د دې لپاره چې ازموينه هم رڼه وي د امنيتي ارګانونو ترڅنګ مې له مخابراتو وزارت سره هم خبرې کړې، چې د کانکور د ازموينې پر مهال په سيمه کې ټيلېفونونه غير فعال کړي څو د نقل هڅې ناکامې شي.))
هغه وويل، چې سږ کال به د کانکور په ازموينه کې د دولسم ټولګي ٢٥٠زره فارغان ګډون وکړي، چې له دې شمېرې څخه به ٥٧زره لوړو زده کړو ته او ٦٠ زره به يې د نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار پيدا کړي.
د کانکور د تېر کال په ازموينه کې ١٧٥زره کسانو ګډون کړى و، چې له دې شمېرې څخه ٤٢زره يې د لوړو زده کړو موسسو ته او ١٣زره نورو يې د نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار پيدا کړې وه.
عبيد وايي، چې له خصوصي پوهنتونو سره يې هم خبرې کړې، چې يو شمېر کسان په وړيا توګه او يو شمېر نور هم په ډېر لږ فيس سره جذب کړي.
وزير وويل، چې په خصوصي پوهنتونو کې د ستونزو د کموالي په موخه يې د دغو پوهنتونونو له مشرانو سره خبرې پيل کړې او په يادو پوهنتونو کې يې د فيس کموالي په موخه لايحه جوړه کړې ده.
هغه زياته کړه: ((د کانکور هر ګډون کوونکى که د ټولو نومرو له نيمايي کمې نومبرې ترلاسه کړي، ناکام دى او هڅه کوو، چې د کانکور د بې پايلو لپاره د حل يوه لار پيدا کړو.))
دى وايي، چې د کانکور ازموينې پوښتنې د پوهنې وزارت د پخواني او نوي نصاب په اساس جوړې شوې دي.
هغه زياته کړه: ((د هغو سيمو لپاره، چې هلته د پوهنې پخوانى نصاب دى، د پخواني نصاب پر اساس پوښتنې جوړې شوې او په هغو سيمو، چې د پوهنې نوى نصاب پيل شوى، د نوي نصاب پر اساس پوښتنې جوړې شوې دي.))
دى وايي، چې د کانکور ازموينې د اخيستونکو درې سوه کسيزه ډله يې جوړه کړې، چې په ټول هېواد به پر خپل وخت سره د کانکور ازموينه واخلي.
د عبيد په وينا، د هېواد په ټولو پوهنتونو کې، چې د دغه وزارت له لوري کومې پروژې پيل شوې، په سمه توګه يې کارونه سرته رسېدلي دي.
هغه وايي، چې د لوړو زده کړو په برخه کې د ستونزو د حل او پرمختګ لپاره يې د نړيوال بانک او د امريکا د پرمختيايي ادارې د نغدي مرستو ژمنې ترلاسه کړې دي.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم د کانکور په ازموينه کې پر روڼتيا ټينګار وکړ او ويې ويل، چې دغه وزارت بايد پوره هڅې وکړي تر څو د هېواد ډېر شمېر زده کوونکي لوړو زده کړو ته لار پيدا کړي.









