ګردېز (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٢): د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې په لومړي ځل يو تفريحي پارک جوړ او نن ورځ ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه تفريحي پارک دګردېز ښار د تېرې باغ په نوي ښار کې د ښاروالۍ له خوا پر ۱۴ جريبه ځمکه جوړ شوی او د چارواکو په خبره يې بېلابېلې اسانتياوې لري .
د پکتيا والي جمعه خان همدرد د دغه پارک د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې د دغه پارک د جوړېدو مالي لګښت شاوخوا ۲۳ ميليونه افغانۍ کېږي، چې د پکتيا ښاروالۍ ادارې له خوا ورکړل شوې دي .
نوموړي زياته کړه، چې دغه پارک د ځوانانو سربېره د ښخو او ماشومانو لپاره ځانګړي ځايونه، د برېښنا سيستم او نور اړين وسايل او ځاينونه لري، چې سر له ننه د ګردېز ښاريان ترې ګټه پورته کولای شي.
د پکتيا ښاروال اغامحمد سعدي وويل، د دې پارک چارې د شپږو مياشتو په شاوخوا کې بشپړې شوې او له دغه پارکه ټول د ګردېز ښاريان او په ځانګړې توګه د نوي ښار اوسېدونکي او د پوهنتون محصلين ښه ګټه اخيستلی شي .
نوموړي وويل، دوی هڅه کوي چې په ګردېز ښار او نورو سيمو کې هم ورته پارکونه جوړ کړي خو دوی په دې برخه کې د ځمکې له کمښت سره مخ دي او په دې برخه کې له بېلابېلو ادارو څخه غواړو، چې له دوی سره مرسته وکړي .
د ګردېز ښار يو اوسېدونکى سبحان الله وايي، چې پخوا په ښار کې د ساعت تېرى او تفريح هېڅ ځاى نه و.
هغه له ښاروالۍ مننه وکړه، چې دا ډول پروژو ته يې مخه وکړه او د خلکو د تفريح لپاره يې پارک جوړ کړو.
خو له بلې خوا د پکتيا سوداګر او نور اوسېدونکي نيوکه کوي، چې په دغه پارک باندې دومره پيسې لګيدلې، چې دا ډول دوه پارکونه پرې جوړېدل .
د پکتيا د سوداګرو ټولنې منشي حاجي بادام وايي، چې په دغه پارک شاوخوا ۲۳ ميليونه افغانۍ مصرف شوي دي خو چې د دغه پارک کيفيت او کار ته ګورو ښايي پر لس ميليونه افغانيو باندې جوړ شي .
په پکتيا کې يو تفريحي پارک په داسې مهال جوړېږي، چې پوره لس کاله يې ځوانانو غوښتنه کړې وه او سربېره پر دې ځوانان په نور بېلابېلو برخو کې هم د ورته اسانتياوو غوښتنه کړې وه خو په وينا يې، چې کار نه دی ورته شوی.









