منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

لاريون کوونکي: اطلاعات او فرهنګ وزارت او لويه څارنوالي دې بښنه وغواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

کابل (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٢): نن په کابل کې له زر تنو څخه زياتو کسانو د ژوندون تلويزون، جنرال طاقت او په برېښنايي تذکرو کې د دين او مليت کلمو په پلوۍ د لاريون په ترڅ کې له لويې څارنوالۍ او اطلاعات او کلتور وزارت څخه وغوښتل، چې بښنه وغواړي.

هغوى چې شمېر له زر تنو څخه زياتو کسانو ته رسېده، نن له غرمې مخکې د ژوندون تلويزون له انګړ څخه لاريون پيل کړ او د سترې محکمې مخې ته راټول شول.

کله چې لاريون کوونکو غوښتل سترې محکمې ننوځي، پوليسو د برقي ډنډو په وسيله د هغوى مخه ونيوله.

لاريون کوونکو د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره وويل: ((ځينې ګاونډيان غواړي چې يو شمېر خلک راوپاروي، څو د هېواد د قومونو ترمنځ تفرقه واچوي.))

لاريون کوونکو زياته کړه، جنرال طاقت بې ګناه دى او لويه څارنوالي بايد هغه راخوشې کړي او له هغه څخه بښنه وغواړي.

د ډاکټر نجيب د واکمنۍ د مهال د ملي امنيت يو متقاعد جنرال او نظامي کارپوه عبدالواحد طاقت درې ورځې وړاندې د لويې څارنولۍ له خوا ونيول شو.

خو د څارنوالۍ د مدني او عامه حقونو څارنوالۍ مشر حفيظ الله حفيظ پژواک ته وويل، چې جنرال طاقت د قومونو ترمنځ د نفاق پيدا کولو په تور نيول شوى او هغوى په دې اړه کافي مدارک هم لري.

عبدالواحد طاقت تېره اونۍ د ژوندون تلويزون له لارې د افغانستان اصلي مالک يو قوم وباله او نورو قومونو ته يې سپکاوى وکړ او زياته کړه، دوى ناخلفه دي او د دې هېواد اصلي اوسېدونکي نه دي، خو وروسته يې له خپلو څرګندونو بښنه وغوښته او ويې ويل، کوم قوم ته سپکاوى نه ده کړى، بلکې د څرګندونو موخه يې يو کس و، چې ويلي دي د افغانستان نه دى، خو د هغه له نوم اخيستو يې ډډه وکړه.

په دې وروستيو کې لويې څارنوالۍ د ژوندون تلويزون د خپرونو د تعليق امر هم صادر کړى، چې په هغه کې د جنرال طاقت په ګډون ځينو کارپوهانو د تلويزوني بحث په ترڅ کې د تعصباتو په اړه ځينې څرګندونې کړې وي.

خو د محمدانور په نوم يوه لاريون کوونکي پر لويې څارنوالۍ نيوکه وکړه او زياته يې کړه، چې ياد بنسټ بايد له ژوندون تلويزون څخه بښنه وغواړي.

همدارنګه د ژوندون تلويزون مشر محمداسماعيل يون د لاريون کوونکو په منځ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين تعصباتو ته په لمن وهلو تورن کړ او زياته يې کړه، چې له رسنيو سره بايد دوه ګونى چلند ونه شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې وروستيو کې لويې څارنوالۍ ته يو مکتوب لېږلى، چې ژوندون تلويزون د رسنيو قانون خلاف عمل کوي.

يون زياته کړه: ((موږ چا ته اجازه نه ورکوو، چې اسلام او افغانيت له تذکروڅخه لرې کړي.))

ويل کېږي چې تېره اونۍ د ملي شورا ودانۍ مخې ته لاريون وشو او لاريون کوونکو ويل، چې د دين او ملت کلمې له تذکرو لرې شوي، خو مشرانو جرګې د دغه اعتراض په پايله کې اعلان وکړ، چې د دغه خبر په خپرونو کې ناسم پوهاوى شوى او جرګې له تذکرو څخه د دين او مليت کلمو د لرې کولو پرېکړه نه ده کړې.