منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په لوګر کې د ملکي مرګ ژوبلې په غبرګون لاريون وشو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

پل علم (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٢): د بره کي برک ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د هغه زده کوونکي له جسد سره يوځاى د لوګر ولايت مقام مخکې ته په لاريون لاس پورې کړ، چې د توغنديو په بريد کې وژل شوى دى.

په لوګر ولايت کې تېره شپه د توغندويي بريد له امله د ٦ زده کوونکو په ګډون ٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادې مرګ ژوبلې په غبرګون کې د بره کي برک ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو، نن په لاريون لاس پورې کړ.

لاريون کوونکو، چې يو جسد هم له ځانه سره لېږداوه، د ولايت  مقام مخې ته راټول شوي وو.

د لاريون پرمهال د بره کي برک ولسوالۍ د پراختيايي شورا غړي مدير زکريا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام ملي اردو درې توغندي وتوغول، چې له امله يې دوه ماشومان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.

هغه وايي، يو توغندى د لوبې په ډګر کې ولګېد او ملي اردو د خلکو کورونه په نښه کړي وو.

د يادې ولسوالۍ يو اوسېدونکى مولوي ګل احمد، چې په ياده پېښه کې يې وراره وژل شوى دى، وايي: ((مخالفين مو په ماينونو وژني او حکومت مو په توغنديو.))

ده له دولت نه غوښتل، چې د وراره قاتلين يې ونيول شي او د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.

د لوګر د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب وايي، چې په ياده پېښه کې يو زده کوونکى وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.

د بره کي برک ولسوال انجنير محمدرحيم امين پژواک اژانس ته وويل، چې دغه توغندي د دې ولسوالۍ د زقم خېلو په سيمه کې د غازي امين الله خان لېسې تر څنګ په يوه کوڅه کې لګېدلي دي.

هغه وايي، طالبانو په دې ولسوالۍ توغندي توغولي او ملي اردو يې په غبرګون کې درنې ډزې کړې دي.

ده زياته کړه، په دې اړه پلټنې روانې دي، چې د ښوونځي زده کوونکي د طالبانو او که د ملي اردو په ډوز وژل شوي دي.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش هم وايي، چې د لوګر والي نيازمحمد اميري د يادې پېښې په تړاو لاريون کوونکو سره ژمنه وکړه، چې د دې پېښې په اړه جدي پلټنې کوي، ترڅو جوته شي، چې زده کوونکو ته د ملي اردو او که د مخالفينو په ډزو مرګ ژوبله اوښتې ده.