پل علم ( پژواک ٩ مرغومى ٩٢ ) : د لوګر ولايت سلګونو ځوانانو او زده کوونکو نن په درېيمه ورځ د لوړو زده کړو وزارت پر ضد لاريون وکړ او د کانکور د کمېټې دغړو د محاکمې غوښتنه يې کوله.
په لوګر ولايت کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کانکور ازموينه واخيستل شوه، پکې تر ٣٥٠٠ زياتو کسانو برخه اخيستې وه، چې شاوخوا٢٥٠ يې نجونې وې.
خو کله چې د لوړو زده کړو وزارت بېرته کابل ته ځي، نو پر لاره يې دکانکور اخيستل شوې پاڼې په ويالو کې واچولې . د کانکور د کمېټې مسوولين ادعا کوي، چې د لوګر په کانکور کې درغلي شوې وه او زده کوونکو په پراخه کچه نقلونه کړي وو.
د لوړو زده کړو وزارت وړمه ورځ د لوګر د کانکو رازموينه لغوه اعلان کړه.
د لوګر ولايت سلګونو ځوانانو او هغو زده کوونکو، چې په کانکور کې يې برخه اخيستې وه، نن د مرغومي په ٩مه، په درېيمه ورځ هم پرله پسې لاريون وکړ.
د لاريون کوونکو شمېره ، چې شاوخوا پنځو سوو تنو ته رسېده د پل علم ښار په بېلا بېلو سيمو کې وګرځېدل او د لوړو زده کړو وزارت او د کانکور کمېټې پر ضد يې شعارونه ورکول.
دوى د وزير او لوګر ته د راغلي کانکور کمېټې د غړو پرضدد مرګ شعارونه هم ورکول او له وزارت يې غوښتل، چې د لوګر له خلکو بښنه وغواړي.
عبدالقدير هوتک چې دياد لاريون مشري يې کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دوى به د خپلو حقوقو لپاره لاريونونو ته ا دامه ورکوي او که حق يې ورنکړل شو، نو دلاريون لړۍ به تر کابله وغځوي.
هغه زياته کړه ، چې له دوى سره په لوى لاس ظلم او د لوګر خلکو ته سپکاوى شوى دى.
نوموړي وويل، که چېرې بيا کانکور اخيستل کېږي، نو په لوګر کې دې واخيستل شي، زده کوونکي به هېڅکله د کانکور لپاره کابل ته ولاړ نه شي.
د لوګر له پورک لېسې څخه فارغ شوى عبدالله چې د کانکور په ازموينه کې يې ګډون کړى، وايي چې ده ډېره ښه ازموينه ورکړې او هېڅ ډول نقل يې نه دى کړى.
هغه زياتوي، چې دوى په دې هيله د کانکور ازموينه ورکړه، چې د خپلې خوښې پوهنځي ته به بريالى او لوړې زده کړې به وکړي، خو اړونده وزارت ددوى هيلې له خاورو سره خاورې کړې.
د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل هم د لاريون کوونکو غوښتنې پر ځاى وبللې او له وزارت يې وغوښتل ، چې ددې قضيې سمه پلټنه وکړي، د چارواکو بې غوري دې پر زده کوونکو نه اچوي .
د يادونې ده ، چې وړمه ورځ او پرون هم په لوګر کې سلګونو کسانو لاريونونه کړي وو.
د لوګر ولايت د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د پلاوي مشر لطف الله ساپي، وړمه ورځ په کابل کې په يوه خبري ناسته کې د دغې ازموينې لغوه کول او ويالو ته د پاڼو اچول، کانکور ازموينې ته د ځايونو نه ځانګړي کول، د غيرمسوولو کسانو له لوري د فورمو وېشل، د وکيلانو او سيمه ييزو چارواکو له لوري د نقل ورکولو امر، د ازموينې د کتابجې ايستل او د نقل کولو په موخه د موبايلونو او د ورته نورو کارونو تر سره کول، په ګوته کړل.
ساپي زياته کړه، د کانکور د ازموينې کمېټې ٢٧ کسيز پلاوي، چې کله د دغه غيرقانوني کار د مخنيوي هڅه کوله، نو د سيمه ييزو زورواکو او امنيتي ځواکونو له لوري وګواښل شو.