منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په مرکز او ولايتونو کې د حضرت محمد ( ص ) د ميلاد په وياړ غوڼډې وشوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

کابل(پژواک ٢٣ مرغومى ٩٢) : د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد مصطفى ( ص ) د نېکمرغه ميلاد په وياړ د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د قران کريم ختمونه وشول او غونډې جوړې شوې.

 

له يادو غونډو څخه يوه هم هغه غونډه وه چې د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا او د سولې عالي شورا لخوا په کابل کې د علماوو شورا په مقرکې جوړه شوې وه.

 

د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئیس قضاوتپوه مولوي قیام الدین کشاف په دې غونډه کې وويل: ” هغه د توحید غږ، چې یو وخت چا د کعبې په خوا کې اوچتېدو ته نه پرېښود؛ نن یې په ټوله نړۍ کې یو نیم ملیارد مسلمانان پورته کوي “

 

د علماوو شورا رئیس زیاته کړه، چې د اسلام ستر پیغمبر پداسې حال کې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې په جزیرة العرب کې د وحشتونو توره تیاره خپره وه، انساني کرامت پکې هیڅ ارزښت نه درلود ، جهالت خپل اوج ته رسیدلی و، انسانانو د خپل لاس جوړ کړو بتانو عبادت کاوه او ژوندي انسانان تر خاورو لاندې کیدل؛ خو د رسول کریم “ص” په راتګ سره د انسانانو په ژوند کې یو عظیم انقلاب رامنځته شو او بشریت د غیر الله له عبادت څخه د یو الله “ج” عبادت ته راوبلل شو.

 

همداراز ده وویل، چې د حضرت محمد “ص” ژوند د مسلمانانو لپاره یو ښه نمونه ده او د مسلمانانو د کامیابۍ راز یوازې د نبي کریم”ص” په لارښوونو باندې پوره عمل کول دي، ترڅو د دنیا او آخرت کامیابي ورپه برخه شي.

 

په غونډه کې همداراز د سولې عالي  شورا لومړي مرستیال  عبدالحکیم مجاهد د رسول الله “ص” په سیرت مفصلې خبرې وکړې او ویې ویل چې د اسلام د ستر پيغمبر مبارک ژوند د مسلمانانو لپاره یوه کامله نمونه ده او مسلمانان باید په خپل عملي ژوند کې له هغه “ص”  څخه پیروي وکړي.

 

ده زیاته کړه چې اسلام د سولې او ورولۍ دین دی او نبي کریم “ص” په خپل مبارک ژوند کې د ښو اخلاقو او حکیمانه دعوت په واسطه  خلک د اسلام سپیڅلي دین ته راوبلل ، چې په نتیجه کې یې د اسلام مبین دین نن د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسیدلی دی.

 

دغه راز مجاهد، سوله الهي امر، د رسول الله “ص” لارښوونه او د افغانستان د مسلمان ولس اړتیا وبلله او د جگئز له ښکیلو اړخونو یز وغوښتل ، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل او د مسلمانانو تر منځ د وینو تویولو څخه ډډه وکړي.

ورپسې د سولې عالي شورا د عامه پوهاوی د کمیټې مشر قاضي محمد امین وقاد ، د حضرت محمد   “ص” د سولې پر هڅو رڼا واچوله او ويې ويل: ” د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مکې له مشرکینو سره د حدیبیې سوله غوره وبلله؛ دا چې موږ ټول مسلمانان یو، نو لازمه ده چې هره شخړه او لانجه باید د سولې له لاره هواره کړو.”

 

د غونډې بل ویناوال   سید حسین عالمی بلخي هم د حضرت محمد  “ص” د سیرت په هکله خبرې وکړې او ویی ویل چې مسلمانان باید د الهي ارشاد له مخې په خپلو کې یو پر بل مهربان او د کفارو پر وړاندې ټینګ وي.

 

 ده زياته کړه : ” خو له بده مرغه موږ ددې الهي فرمان څخه سرغړوونه کړې او په خپلو کې سره ښکیل یو. “

 

د پل خشتي د جامع جومات خطیب او د علماوو شورا غړي مولوي عنایت الله بلیغ د نبوي ارشاداتو په رڼا کې پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ ترڅو له جنګ څخه لاس واخلي او د سولې د خبرو لاره خپله کړي.

 

د غونډې بل ویناوال د سولې عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد ، له علماوو څخه  وغوښتل، ترڅو د نبي کریم “ص” د وارثانو په حیث د روانو ناورینونو د منځه وړلو لپاره هڅي وکړي.

 

د هېواد په مرکز او ولايتونو کې هم ګڼ شمېر ورته غونډې جوړې شوې او د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد ( ص ) د مبارک ميلاد په مناسبت د قران کريم ختمونه او خيراتونه وشول.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي د دې ولايت د غونډو په تالار کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل: ”   داپه نړيواله کچه يومنل شوى حقيقت اوواقعيت دى چې داسلام دسترپيغمبر حضرت محمدمصطفي (ص) په مبارک او وياړمن ميلاد سره ټول بشريت دجهالت،بدمرغيو  له تورو تيارو،ناخوالواوستونزو څخه خلاص شو او په دې فاني نړۍ کې ميشت ټول ولسونه دنيکمرغۍ ،وحدت اومقدس ژوند په ټغرراټول شول او په عربي ټاپوزمه کې دټولو ناوړه رواجونو او  دودونو واکمني پاى ته ورسېده. ”  

نعيمي وويل چې  د نبي كريم( ص)  کړنې او فعاليت ،تګ لارې اوکړنلارې  پرځانونو پلي کول دټولو مسلمانانولپاره له بې لارۍ څخه دخلاصون يوازينۍ لار ده.