منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

“د ملي غوښتنو په نوم د اعلانونو خپرول د امنيتي سند د لاسليکولو لپاره فشار دى”

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

کابل (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٢): لويه څارنوالي د ځينو رسنيو د سوداګريزو پيغامونو د خپرولو په اړه، چې د ملي غوښتنې تر عنوان لاندې له بېلابېلو نامعلومو ادرسونو خپرېږي، څېړنه کوي.

دغه مطلب، نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز او د لويې څارنوالۍ د چارواکو له لوري په ګډه خبري ناسته کې څرګند شو.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز مشر صفت الله ساپي وويل، چې له تېرې يوې مياشتې راپدېخوا په ځينو رسنيو کې د نامعلومو ادرسونو له لوري سوداګريز پيغامونه خپرېږي، چې په هغه کې له ولسمشر کرزي څخه غوښتل شوي، چې لويې مشورتي جرګې ته په احترام سره د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي او دفاعي سند لاسليک کړي.

ساپي زياته کړه، چې دغه پيغام د سوداګريزو اعلاناتو تر عنوان لاندې، د يوې ځانګړې سياسي موخې او په عين حال کې په غير متوازن ډول خپرېږي.

هغه وويل: “که يو سياسي ګوند، يو افغان او يا هم مدني ټولنه د هېواد د سياسي مسايلو په اړه ځانګړي نظريات وړاندې کړي او رسنۍ يې هم خپاره کړي، نو کومه ستونزه نشته، خو په بيا بيا وار سره د ملي غوښتنې تر نامه لاندې د دا ډول اعلانونو وړاندې کول، له قانون سره سمون نه خوري.”

ساپي د دې خبرو په څرګندولو سره، چې کېداى دا له امريکا سره د امنيتي سند د لاسليک کولو لپاره يو ډول فشار وي، څرګنده کړه، چې افغان دولت به هېڅکله هم د دغو فشارونو تر اغېز لاندې رانه شي.

هغه په داسې حال کې، چې پر رسنيو څار يې د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز دنده وبلله، د هېواد له عدلي او قضايي بنسټونو وغوښتل، چې په دې اړه خپلې څېړنې وکړي او هغه کړۍ، چې د دغو اعلاناتو د خپرولو تر شا لاس لري، معلومې کړي.

د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي په دغه ناسته کې وويل: “هر ډول څرګندونې، چې په ټولنه کې د نظم د اخلالېدو لامل ګرځي او د افغانانو ذهنونه مغشوشوي، د هېواد د نافذه قوانينو له مخې جرم ګڼل کېږي.”

هغه زياته کړه، لويې څارنوالۍ د يادې موضوع د څېړلو په موخه يو پلاوى ټاکلى، ترڅو روښانه شي، چې دغه اعلانات له کومه ځايه او ادرسه سرچينه اخلي.

د يوه سوداګريز اعلان په وېډيويي کليپ کې، چې نن د حکومت د رسنيو مرکز له لوري د رسنيو په واک کې ورکړل شو، ويل شوي: “له امريکا سره د امنيتي سند لاسليک د افغانستان په ګټه دى او د نړيوالې ټولنې د مرستو دوام ممکن کولى شي؛ نو له دې امله د هېواد مشران بايد د لويې مشورتي جرګې پرېکړې ته احترام ولري او ژر تر ژره له امريکا سره امنيتي او دفاعي تړون لاسليک کړي.”

دغه راز په ياد سوداګريز اعلان کې د خلکو پيغامونه هم يو پر بل پسې خپاره شوي دي.