کندهار ( پژواک، ٥ سلواغه ٩٢ ) : په کندهار کې مېشتو خبريالانو د يوې احتجاجي غونډې له لارې په هلمند ولايت کې د ازاد خبريال نور احمد نوري وژنه په کلکه وغندله او له امنيتي ارګانونو يې د هغه د قاتلينو د نيول کېدو غوښتنه وکړه.
کندهار پريس کلب، زابل پريس کلب، په افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې(نى) او د ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې نن د سلواغې په ٥مه د وژل شوي خبريال فاتحه واخيسته او د دغې پېښې په اړه يې خواشيني وښودله.
په غونډه کې لسګونو خبريالانو برخه اخيستې وه، چې په خپل وار يې دغه پېښه دردوونکې وبلله او له دولت څخه يې د خبريالانو د خونديتوب غوښتنه کوله.
د کندهار پريس کلب مشر سيد سرور اماني وويل، چې په هلمند کې تر دې وړاندې هم د خبريالانو د وژلو دوه پېښې شوې، چې په کې اجمل نقشبندي او صمد روحاني وژل شوي وو.
هغه زياته کړه، په دغه ولايت کې د خبريالانو د وژلو درېيمه پېښه په داسې حال کې کېږي، چې له کلونو تېرېدو سربېره لا هم دولت نه دى توانېدلى، چې د پېښې عاملين ونيسي او سزا ورکړي.
په کندهار کې د (نى) د ساحوي دفتر سيمه ييز مشر سمېع غيرتمل د هلمند له ولايتي چارواکو وغوښتل ، چې په دغه ولايت کې د وژل شوي خبريال پېښه جدي ونيسي او دا ځل په دې اړه دقيقې پلټنې وکړي.
هغه وويل، نور دا د زغم وړ نه ده، چې خبريالان دې وژل کېږي، هغوى دې ګواښل کېږي او دولت دې يې پر وړاندې خاموشي اختيار کړې وي.
د غونډې په پاى کې د خبريالانو د ټولنو له خوا يو ګډ پرېکړه ليک هم وړاندې شو، چې يوه کاپي يې په کندهار کې د بشر حقونو سيمه ييز دفتر او بله يې د هلمند چارواکو ته ولېږل شوه.
په پريکړه ليک کې راغلي، چې که په تېر کې د پژواک خبري اژانس او بي بي سي راډيو د خبريال صمد روحاني قاتلين نيول شوي واى، نو اوس به چا دا جرئت نه کاوه، چې نور احمد نوري ووژني.
دغه راز په دغه پرېکړه ليک کې د هلمند له چارواکو غوښتنه شوې، چې د نوري قاتلين دې په يوه اوونۍ کې دننه ونيول شي او سخته سزا دې ورکړل شي.
په پرېکړه ليک کې د خبريالانو د امنيت پر خونديتوب ټينګار شوى او ويل شوي، چې په تېر کې هم خبريالان د هېواد په حساسو شرايطو کې وژل شوي او دا پېښه هم داسې مهال کېږي، چې د افغانستان حالات حساس پړاو ته داخل شوي دي.
په کندهار کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون استازي عبدالعزيز اکرمي پژواک اژانس ته وويل، چې د ژورناليستانو غوښتنې په تر خپل مرکزي دفتره ورسوي او په دې توګه به پر اړوندو ادارو فشار راوړي، چې د خبريالانو خونديتوب ته پام وکړي.
بل خوا د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې د نوري د وژنې د پېښې په اړه ولايتي ادارې يو ځانګړى کمېسيون جوړ کړى، چې والي يې مشري کوي او لومړۍ پلټنې ښيي چې پېښه جنايي اړخ لري.
خو هغه زياتوي، چې په اړه به نور جزييات د پېښې د پلټنې تر بشپړېدو وروسته ورکوي.
په هلمند ولايت کې د بُست راډيو او نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبريال نور احمد نوري وړمه ورځ کار ته پر لاره وتښتول شو او وروسته يې مړی وموندل شو.









