منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۲ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د هاوان مرمۍ يو ماشوم وواژه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۵ کتنې

چاريکار (پژواک٩سلواغه٩٢): د کاپيسا چارواکي وايي، چې په  دغه ولايت کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال اسدالله حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل، نن (د سلواغې نهمه) له غرمې وروسته د اله ساى په ولسوالۍ کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى او يو سړى ټپي شوى دى.

نوموړي زياته کړه، په ياده سيمه کې د ملي اردو قرارګاه وجود لري او طالبانو غوښتل هغه په نښه کړي، خو مرمۍ يې پر يوه کور وربرابره شوې ده.

د هغه په وينا، ټپي شوى ملکي وګړى د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوى دى.

په دې اړه تراوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.