منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان د والي او ولايتي شورا پر ضد لاريون وشو

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٢): د اروزګان لسګونو اوسېدونکو د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د والي، ولايتي شورا او وکيلانو پر ضد لاريون وکړ.

لاريون کوونکو چې شمېر يې نږدې سلو تنو ته رسېده، د سلواغې په ١٢مه، د ترينکوټ ښار په مرکزي سړک وګرځېدل، ټايرونه يې وسوځول  او د يادو چارواکو پر ضد يې شعارونه ورکول.

دغه راز دوى له مرکز څخه غوښتنه کوله، چې ياد کسان بايد له دندو ګوښه کړي.

د لاريون يوه ګډونوال امان الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له لاريون څخه موخه داده، څو ياد چارواکي له دندو ګوښه او پر ځاى يې پاک خلک په دندو وګومارل شي.

هغه ادعا وکړه، چې والي، ولايتي شورا او د ولسي جرګې وکيلان په فساد کې لاس لري او يواځې د خپلو جيبونو ډکولو لپاره کار کوي.

د فيض محمد په نامه يوه بل لاريون کوونکي پژواک اژانس ته وويل، چې يادو چارواکو فساد ته لاره هواره کړې او تر ډېره بريده دوى په خپله په کې ډېر لاس لري.

د اروزګان والي اميرمحمد اخندزاده پژواک اژانس ته وويل، چې په دې لاريون کې يو څو د ګوتو په شمېر کسانو برخه اخيستې وه او موخه يې ولايتي شورا وه.

هغه زياته کړه، داسې معلومات يې ترلاسه کړي، چې لاريون کوونکي د ولايتي شورا دفتر ته ننوتلي او هغوى ته يې سپکاوى هم کړى دى.

د والي په وينا، لاريون د ده پر ضد نه و شوى او ډېرى په کې د ښوونځي زده کوونکو برخه اخيستې وه.

د ولايتي شورا رييس امان الله هوتکي هم لاريون تاييدوي، خو وايي، دى نه پوهېږي، چې دا لاريون د چا پر ضد شوى و.

هغه پژواک ته وويل چې د لاريون ګډونوال يو شمېر ماشومان وو، دوى د ولايتي شورا دفتر ته ننوتل او دروازه يې ماته کړه.

امان الله هوتکي د فساد په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې ټول عمر يې د فساد پر ضد مبارزه کړې او ډېرى کسان يې څارنوالۍ ته هم معرفي کړي دي.