ژبه

د ملي اردو ١٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): د کابل ـ کندهار پر لويه لاره د ميدان وردګو ولايت اړوند سيمه کې د ترافيکې پېښې له امله د دريو قوماندانانو په ګډون د ملي اردو پنځه سرتېرې ټپيان شول.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوګياڼي د سلواغې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه د کابل ـ کندهار پر لويه لار د دغه ولايت اړوند د نرخ ولسوالۍ د پول اندړ په سيمه کې نن سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې ترافيکي پېښه کې د ملي اردو يو رينجر موټر له ټېلر سره ټکر کړى چې له امله يې د دريو قوماندانانو په ګډون پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.

خوګياڼى وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ملي اردو دريو قوماندانانو، يوه بريد مل او يوه سرتېري غوښتل، چې له ميدان وردګو ولايت څخه د يو روزنيز دوه ورځني پروګرام په موخه کابل ولايت ته ولاړ شي.

سرچينه زياتوي، چې په دې پېښه کې يو سرتېرى ټپي شوى چې د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوى، خو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

خوګياڼي وويل، چې د ټېلر موټر چلوونکی د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی او دا مهال ترې څېړنې روانې دي.

د يو بل خبر له مخې، پرون په فراه ولايت کې د ماين چاودنې له امله د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چاودنه په بکواه ولسوالۍ کې شوې ده.