جلال اباد (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): د نورستان يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د مسلکي ښوونکو له نه شتون څخه شکايت کوي.
د نورستان ولايت اوسېدونکي وايي چې که څه هم په دغه ولايت کې يو شمېر ښوونځي تړلي خو بيا هم په يو شمېر فعالو ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي نشته.
د ولايت د مرکز پارون اوسېدونکي وسيم الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پارون لېسه د ګوتو په شمېر ښوونکي لري خو په هغوى کې هم يوازې يو مسلکي ښوونکى دى.
نوموړى وايي،که چېرې په لېسو کې يې مسلکي ښوونکي پر دندو وګومارل شي نو د نورستان د پوهنې بهير به ورسره وده وکړي.
هغه زياته کړه: ((همدا اوس يو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري، مسلکي ښوونکي خو نشته.))
دى وايي، چې د ښوونيز کال پيل رانږدې کېدونکى دى او بايد مرکزي اداره په دې برخه کې نوې ګومارنې وکړي او مسلکي اشخاص دې ځاى پر ځاى کړي.
د نورستان د ځوانانو ټولنې مشر خسرو عثماني وايي چې د نورستان ډېرى ځوانان له ښوونځيو بې سواده فارغېږي.
نوموړى وايي، ډېرى استادان له دوولسمو ټولګيو فارغ شوي او مسلکي زده کړې نه لري.
هغه زياته کړه: ((کله چې په خپله يو استاد تر دوولسمه زده کړې کړې وي، نو هغه به شاګرد ته څه وښيي.))
دى وايي، چې د پوهنې وزارت دې نورستان ته مسلکي استادان په سوپرسکېل معاشونو را واستوي څو نورستاني ځوانان له ښوونځيو په ښو نومرو فارغ شي او په کانکور ازموينه کې بريالي شي.
عثماني وويل: ((اوس چې دوى نه کاميابېږي يواځېنۍ وجه يې هم د مسلکي ښوونکو نه شتون دى.))
د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمن پژواک ته وويل، چې په ډېرى ولسواليو کې ښوونځي ودانۍ نه لري او يواځې په نوم ښوونځي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په لرو پرتو ولسواليو کې خو ځيني ښوونځي داسې ښوونکي هم لري چې له دوولسمو ټولګيو هم نه دي فارغ.
ده زياته کړه: ((د راتلونکي لپاره تر ټولو مهمه خبره د پوهنې بهير دى، بايد دا بهير چټک شي.))
د عنايت الرحمن په وينا، چې تر دې مهاله مرکزي ادارې نورستان ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې او ډېرى ځوانان يې بې سواده پاتې کېږي.
ده پر مرکزي ادارې غږ وکړ، چې د نورستان د پوهنې بهير ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ولايتي شورا غړى وايي: ((يواځې څو کاله به مشکل وي، کله چې نورستاني ځوانان له پوهنتونونو فارغ شي دوى به په خپله دلته دندې واخلي.))
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د نورستان د پوهنې رياست نظر را واخلو خو پژواک پرې ونه توانېد.
بلخوا د نورستان والي محمدتميم نورستانى هم مني چې په نورستان کې ښوونځي مسلکي ښوونکي نه لري.
نوموړي پژواک ته زياته کړه، چې د نورستان ښوونځي ودانۍ لري خو د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه هغه څه دي چې دوى يې له تشويش سره مخ کړي دي.
هغه زياته کړه: ((په دغه برخه کې موږ هڅې روانې کړي، له وزارت سره هم خبرې شوې.))
دى وايي، چې په دې وروستيو کې يې د نورستان ولايت د ټولو ولسواليو د پوهنې له چارواکو سره خبرې کړې وې او د دې ستونزې د حل په موخه يې له هغوى مشورې اخيستې دي.










