ژبه

په خوست کې چاپي رسنۍ له سقوط سره مخ دي

خوست ښار (پژواک ١٤ سلواغه ٩٢): په خوست کې د چاپي مطبوعاتو مسوولين وايي، چې د دولت د نه همکارۍ له امله په دغه ولايت کې زيات شمېر چاپي رسنۍ له سقوط سره مخ شوې دي.

د چاپي مطبوعاتو خپروونکي وايي، که دولت ورسره د توکو په برابرولو او ځينو نورو برخو کې مرسته کړې وای، نو تر ډېره به يې چاپي رسنۍ له بندېدو سره نه وای مخ شوې.

د تېرو دوولسو کلونو په اوږدو کې په خوست ولايت کې تر دېرشو زياتو چاپي رسنيو فعاليت پيل کړی، خو تر څه مودې وروسته بيا د يو شمېر مشکلاتو پر اساس زياتره دغه رسنۍ بندې شوې دي.

دا مهال په خوست ولايت کې يوه ورځپاڼه، يوه اونيزه، يوه مهالنۍ او شپږ مجلې خپرېږي، چې په مختلفو برخو کې د لوستونکو لپاره بېلابېل مطالب، راپورونه او تازه خبرونه خپروي.

ليکوال او ژورنالېست زاهدشاه انګار، چې يو وخت يې د مزل په نوم يوه جريده خپروله وايي، چې د کافي بوديجې د نه شتون او د دولت د نه همکارۍ له امله دې ته اړ شو، چې خپله جريده بنده کړي.

زاهدشاه انګار د چاپي مطبوعاتو د بندېدو يو بل لامل د لوستونکو کمه علاقه او علمي مرکزونو کې د کلتور د نه رواج لاملونه هم بولي او وايي، چې زياتره خلک د ورځپاڼو، مجلو او اونيزو له لوستلو سره چندان علاقه نه لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((دا چې په ټول افغانستان کې چاپي مطبوعاتو د لوستنې کلتور لا ډېره وده نه ده کړې، نو خوست هم همداسې يو ولايت دی. په ټول افغانستان کې يوه چاپي رسنۍ هم د دې جوګه نه شوه، چې پر ځان بسيا شي، نو دا علت دی.))

زاهدشاه انګار د اطلاعاتو او کلتور پر رياست هم نيوکه وکړه، چې د شته امکاناتو په صورت کې يې هم د چاپي مطبوعاتو د پياوړتيا لپاره د ظرفيت لوړنې هېڅ ډول کار نه دی کړی.

نوموړی وايي، چې په ياده برخه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست پوره امکانات لري او ترې غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې ورکشاپونه او د ظرفيتونو د لوړولو لپاره کار وکړي.

نصيراحمد روښان، چې په خوست کې د لېنکلن ښوونيز مرکز مشر دی او څه موده وړاندې يې د (پرمختګ) په نوم مهالنۍ جريده خپروله وايي، چې د اقتصادي ستونزو له امله يې ونه شو کولی، دوام ورکړي.

نوموړي زياته کړه، چې تر يوه وخت يې د چاپ لګښتونه په دغه ولايت کې مېشتې پي ار ټي يا ولايتي بيارغونې ډلې پر غاړه اخيستي وو، خو د پي ار ټي د تړلو له امله اوس نه شي کولای، خپرونه چاپ کړي.

نصيراحمد روښان وويل، چې پر دې سربېره د دولت د همکارۍ نه شتون او د ښه مارکېټينګ د نه لرلو لاملونه هم دې سبب شول، چې خپرونه وتړي.

هغه وايي: ((د (پرمختګ) د يوې ګڼې لګښت دېرش کلدارې و، خو په ښار کې په پنځه کلدارې هم نه خرڅېده او د خلکو غوښتنه دا وه، چې په وړيا دې ووېشل شي.))

نوموړي پر دولتي مسوولينو په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور د رياست پر مسوولينو له دې امله نيوکه وکړه، چې په علمي او اکاډميکو مرکزونو کې يې د مطبوعاتو د لوستلو د کلتور په اړه هېڅ کار نه دی کړی.

نصيراحمد روښان د اطلاعاتو او کلتور د رياست له مسوولينو غوښتنه کوي، چې د مطبوعاتو د لوستلو د کلتور د پراخېدو لپاره دې په علمي او اکاډميکو مرکزونو کې کار وکړي او د لوستلو کلتور دې پياوړی کړي.

ژورنالېست محمدرسول عادل د دغو رسنيو د بندېدو اساسي لامل د کافي بودجه نشتوالی په ګوته کوي او وايي، چې زياتره دغه چاپي مطبوعات د لنډې مودې لپاره د يو شمېر مختلفو ادارو له لوري د کمې بوديجې په ورکړې سره خپاره شوي، خو وروسته، چې بوديجه پرې بنده شوې، بېرته تړل شوي دي.

هغه پژواک ته وويل: ((په لومړي سر کې په خوست کې ډېرو چاپي مطبوعاتو په کار شروع وکړه، خو د بندېدو لامل يې دا و، چې هغوی پروژوي بڼې لرلې او موقتې وې، پيسې به يې ورکولې، ښه په درز کې به يې په لوړ قيمت په رنګه بڼه چاپول، خو ډېر مزل يې ونه شو کړای.))

محمدرسول عادل وايي، چاپي مطبوعات نسبت غږيزو او تصويري رسنيو ته ډېر اغېزمن بولي او دولت بايد په دې برخه کې خپله همکاري وکړي.

ده زياته کړه: ((چاپي رسنۍ ځکه ډېر اغېز لري، چې د هغوی تاثير تر ډېره وخته پورې پاتې کېږي. چاپي رسنۍ که په يوه کور، دفتر کې وي، نو کولای شي چې د يو کال مخکني مطالب ترلاسه کړي.))

ژورنالېست محمدزمان نظري وايي، چې په خوست کې چاپي مطبوعات له دې امله پايښت نه مومي، چې خپروونکي يې له يوې خوا منظم پلان نه لري او له بلې خو پروژوي بڼه لري.

نوموړی وايي: ((چې زياتره چاپېدونکي مطبوعات د لنډ مهال لپاره د پروژې په بڼه چاپېږي او د يوه ځانګړي هدف له ترلاسه کولو وروسته بېرته بندېږي.))

نظري دا هم وويل، چې دغه مطبوعات زياتره د غير مسلکي کسانو له لوري خپرېږي، نو له همدې امله د يوه منظم پلان د نه لرلو په صورت کې دوام نه شي ورکولی.

هغه په دې نظر دی، چې د چاپي مطبوعاتو د پايښت لپاره بايد هره چاپي خپرونه غوره او د خلکو له خوښې سره سم مطالب ولري او لګښتونه يې ټول له وړاندې موجود وي.

نوموړي بيا د دې خلاف د اطلاعاتو او کلتور له رياسته وغوښتل، چې د چاپي مطبوعاتو د خپرېدو شرايط سخت کړي او هر چا ته، چې د يوې ګڼې د چاپ وس هم نه لري، جواز ورنه کړي.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رييس محمدامين شاه الفت وايي، چې د چاپي مطبوعاتو د پايښت لپاره تر ټولو مهم د يوه ښه او منظم پلان جوړول او تطبيقول دي.

نوموړي دا نيوکې رد کړې، چې ګنې د مطالعې او لوستلو د کلتور د پياوړتيا لپاره يې کار نه دی کړی او وايي، چې تر خپله وسه يې په ياده شوې برخه کې پوره کار کړی او مختلف پروګرامونه يې ترسره کړي دي.

هغه ژمنه کوي او وايي، چې په دغه ولايت کې به د چاپي مطبوعاتو د چلوونکو هغه ستونزې، چې حل يې د دوی په وس کې دی، ور حل او خپل امکانات به په کار واچوي.

ورته موضوع