منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل نوي ښار د ٥٧ زره استوګنځايونو د جوړېدو کار پيلېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

 کابل (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٢): د راتلونکي کال په وري مياشت کې د کابل نوي ښار د  ٥٧ زره  د استوګنې واحدونو کار  له اړوندو زيربناوو سره، د پنځو خصوصي شرکتونو له خوا پيلېږي، چې په ټولييز ډول به پرې ٦،٥ ميليارده امريکايي ډالر لګښت راشي.

دا مطلب د کابل نوي ښار د پراختيا ادارې د پلور او بازارموندنې رييس الهام عمر صديقي ، نن ددې ادارې او نورم و سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليک له لاسليک وروسته  پژواک خبري اژانس ته څرګند کړ.

 هغه وويل، چې د کابل نوي ښار د پراختيا ادارې د ١٣٩١ لمريز کال په کب مياشت کې  له پنځو شخصي شرکتونو سره، چې امريکايي، عربي، استراليايي  او الماني شريکان لري، په جدا جدا ډول تړونونه لاسليک کړي دي.

د  نوموړي په وينا، ټاکل شوې، چې ددې تړون پر بنسټ ٥٧ زره د استوګنې واحدونه او زېر بناوې لکه  برېښنا، سړک، مخابراتي خدمتونه، سوداګريزې ساحې او د استوګنې ددې واحدونو نور ملحقات د پنځو کلونو په اوږدو کې جوړ کړي.

 هوتکي زياته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به ددې شرکتونو د تخنيکي اسنادو کتل بشپړ شي او د راتلونکي کال وري مياشت کې به د هوا له ښه کېدو سره ياد شرکتونه خپل کار  پيل کړي.

سرچينې زياته کړه، چې ددې پروژې له ٦،٥ ميلياردو امريکايي ډالرو زيات لګښت قرار دادي شرکتونه ورکوي.

هغه وويل، ټاکل شوې، چې ياد شوي شرکتونه ١٣ زره د استوګنې واحدونه له ١٥ څخه تر ٢٥ کلونو په قسطونو خلکو ته وړاندې کړي ، چې دا خپله خلکو ته داستوګنځايونو د تر لاسه کولو زمينه برابروي.

 هغه زياته کړه، چې  په تړون کې شامل پاتې نور د استوکنې واحدونه د بازار له  شرايطو سره سم د شرکتونو له خوا پلورل کېږي.

هغه څرګنده کړه، چې ددې پروژې له لارې به ١٤٠ زره تنو ته د کار زمينه هم مساعده شي.

د کابل نوي ښار د پراختيا ادارې اجرائيوي رييس انجنيرغلام سخي حسن زاده وويل، د کابل نوي ښار جوړولو ته په ټولنيز ډول ١٢٠ قرار دادونو ته اړتيا ده ، چې له دې لارې ٨٠ ميليارد امريکايي ډالر پانګونه وشي.

 د يادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ ، د کابل نوي ښار پروژه به ٣٠ کاله ونيسي.

کابل نوي ښار کې  کابل ده سبز ولسوالۍ او د پروان  باريک اب راځي  او دماسټر پلان کار يې په ١٣٨٥ لمريز کال کې د جاپاني موسسې( جايکا) له خوا پيل شوى دى.

د کابل د نوي ښار اداري چارواکي وايي: دا ښار چې ٣٧٠ زره جريبه مساحت لري، د درې ميليونو کسانو لپاره له ٦٠٠ زرو زيات د استوګنې واحدونه رامنځته کوي.

د نورم او سټنډرډ ملي ادارې رييس پوپلزي پول وويل، چې نن ددې ادارې او کابل نوي ښار ادارې تر منځ هوکړه ليک لاسليک شو.

دده په خبره، ددې هوکړه ليک له مخې، د نورم او سټنډرد اداره  د ملي ساختماني ستنډردونو، ښار جوړونې، مهندسۍ، لويو لارو، سړکونو او پلونو ټول کودونه د کابل نوي ښار د پراختيا ادارې په واک کې ورکوي.

هغه وويل، چې د کابل نوي ښار اداره ددې کودونو ، سټنډردونو او قرار دادونو له لارې د کابل د نوي ښار له پراختيا څخه څارنه کوي.