منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۷ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

درې پاکستاني طالبان ونيول شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۹ کتنې

کابل(پژواک،٢کب٩٢): د ننګرهار ولايت په لعلپوره ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې درې  پاکستاني طالبان نيول شوي دي .

د لومړي نمبر سرحدي زون رئيس ارکان سمونوال محمد ايوب حسين خېل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په لعلپوره ولسوالۍ کې تېره ورځ سرحدي پوليسو غوښتل ، چې د دې ولسوالۍ د فتح مېنې سيمې پوستې ته تجهيزات ولېږدوي ، چې د لارې په اوږدو کې وسله والو طالبانو پرې بريد وکړ .

د هغه په وينا، يادې نښتې شاوخوا يو نيم ساعت دوام وکړ ، چې په ترڅ کې يې درې پاکستاني وسله وال طالبان ونيول شول .

هغه وايي، چې له دې طالبانو څخه سرحدي پوليسو درې ميله کلاشينکوفونه، يو موټر سايکل او درې حلقي ماينونه هم ترلاسه کړي دي .

فتح مېنه د لعلپورې ولسوالۍ سرحدي سيمه ده ، چې د استوګنې له سيمو څخه لرې پرته ده .

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې نښتې په اړه څه نه دي ويلي .