کابل (پژواک ٤ کب ٩٢): په غزني ولايت کې د ((غزني د اسلامي ثقافت پلازمېنې)) مراسم نن (د کب ٤مه) په رسمي ډول پيل شول.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ د کب په څلورمه نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو مراسمو لپاره افغان امنيتي ځواکونو پوره امنيتي تدابير نيولي دي.
نوموړي وويل، چې په دغو مراسمو کې به پر افغان چارواکو سربېره يو شمېر بهرني مېلمانه هم برخه واخلي.
په غزني کې د پژواک خبري اژانس خبريال سيف الله مفتون وايي، دغه مراسم د غزني د اسلامي ثقافت د نمانځغونډې لپاره په جوړ شوي تالار کې پيل شول.
دغه تالار د غزني ښار سوېل ته په څلور کيلومترۍ کې پروت دى.
سيف الله مفتون وايي، تر اوسه په دې غونډه کې بهرني مېلمانه نه تر سترګو کېږي.
هغه وايي: ((تر اوسه په دغه مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير سيد مخدوم رهين په ګډون د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال محمدايوب سالنګي او د مشرانو جرګې لومړى مرستيال محمد علم ايزيديار ليدل کېږي.))
هغه وايي، چې پر دې سربېره د يو شمېر ولايتونو واليانو د امنيه قوماندانو هم په دغو مراسمو کې برخه اخيستې ده.










