منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۲ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د وژل شويو سرتېرو په ياد شمعې بلې او د ګلونو ګيډۍ کېښودل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل ( پژواک، ٦ کب ٩٢ ) : د مدني ټولنو لسګونو کسانو په کابل کې د ملي اردو د وژل شويو سرتېرو په ياد شمعې بلې کړې او د ګلونو ګيډۍ يې کېښودې.

وړمه ورځ د کونړ په غازى اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه پوځي مرکز د وسله والو طالبانو په ډله اييز بريد کې ٢٠ تنه د ملي اردو سرتېري ووژل شول او څو تنه نور يې لادرکه دي.

ددغو افغان سرتېرو جسدونه تېره ورځ کابل ته راوړل شو او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغوى کورنيو ته وسپارل شول.

د مدني ټولنو لسګونو کسانو د کب په ٦مه، تر ماښام وروسته د کابل ښار په عيدګاه جومات کې د يادو سرتېرو په ياد کې شمعې بلې کړې او د ګلونو ګيډۍ يې کېښودې.

په دې سيمه کې تر يوه ساعت وروسته د ملي اردو د وژل شويو سرتېرو د کورنيو ديو شمېر غړو  په ګډو دوى د محمود خان پول څلور لاري ته وړل او هلته يې  هم شمعې بلې او د ګلونو ګيډې کېښودې.

په لاره کې دغو کسانو د ملي اردو د ملاتړ او دهېواد ددښمنانو پر ضد يې شعارونه ورکول .

د وژل شويو سرتېرو  کورنيو له ځانه سره شعارونه درلودل، چې په يوه کې ليکل شوي وو : (( ولسمشر حق نه لري چې د  افغانانو قاتلينو ته دورورڼو خطاب وکړي.))

د مدني ټولنې يوه فعال محمد داوود پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى دغه کار د وژل شويو سرتېرو کورنيو سره د همدردۍ په توګه ترسره کړ.

هغه زياته کړه چې دوى هېوادوال ددغو سرتېرو کورنيو سره په دې غم کې شريک دي.

د مدني ټولنې يوه بل فعال جاوېد غفور وويل چې د ملي اردو سرتېرو د هېواد لپاره قربانۍ ورکړي او ټول هېوادوال يې کلک ملاتړ کوي.

په دې مراسمو کې د کابل امنيه قوماندانۍ او ديو شمېر کانديدانو د کمپاين استازو هم ګډون درلود.