منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۲ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په کونړ کې سلګونو تنو د ملي اردو د وژل شويو سرتېرو فاتحه واخيسته

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

اسعد اباد ( پژواک، ٦ کب ٩٢ ) : په کونړ کې ولايت کې سلګونو تنو د ملي اردو د وژل شويو سرتېرو د فاتحې په مراسمو کې پر ملي دفاع وزارت نيوکه وکړه، چې په وخت يې ددغو سرتېرو مرستې ته ونه دانګل.

وړمه ورځ د کونړ په غازى اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه پوځي مرکز د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريد کې ٢٠ تنه د ملي اردو سرتېري ووژل شول او څو تنه نور يې لادرکه دي.

ددغو افغان سرتېرو جسدونه تېره ورځ کابل ته راوړل شول او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغوى کورنيو ته وسپارل شول.

د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې د کب په ٦مه، د وژل شويو سرتېرو د فاتحې مراسم ترسره شول، چې پکې والي شجاع الملک جلاله، امنيتي او ملکي چارواکو، قومي مشرانو ، ديني عالمانو او سلګونو نورو اوسېدونکو برخه اخيستې وه.

د کونړ د علماوو شورا مشر مولوي عبدالرحمن وويل ،چې د ملي اردو د سرتېرو په وژنه کې د هېواد او اسلام دښمنانو لاس درلود.

هغه زياته کړه : ((دا سرتېري سپيڅلي شهيدان دي او عاملين يې د نړۍ تر ټولوبدبخته انسانان دي.))

نوموړي  پر ټولو قومي مشرانو او ديني عالمانو غږ وکړ ، چې د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او پخپلو سيمو کې د پرديو جاسوسان نه پرېږدي.

د سولې ولايتي دفتر مشر محمد اسماعيل منيب بيا د دې پېښې ټوله پړه پر  کشفي ادارو واچوله او ويې ويل، چې دوى د خپلو سرتېرو په اړه بشپړ معلومات نه لري.

نوموړي زياته کړه : (( موږ ولس ددې پېښې تحقيق غواړو، ځکه چې دا لومړنۍ پېښه نه ده دا څووم ځل دی، چې په کونړ کې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.))

په دې غونډه کې د ملي شورا غړو هم ويناوې وکړې او زياته يې کړه ، چې د ملي دفاع وزارت چارواکو په دې برخه کې غفلت کړى دى.

د يادونې ده ، چې د ملي دفاع وزارت د غفلت په تور خپل ٩ لوړ پوړي افسران له دندې ګوښه کړي دي.

د کونړ والي شجاعالملک جلاله په دې غونډه کې له  خلکو وغوښتل ، چې  له دولت  سره  همغږي شئ ، ترڅو نور دا ډول ستونزې راپيدا نه شي.

ديوه بل خبر له مخې، په کابل کې د ځوانانو ټولنيز او فرهنګي ټولنې له خوا ديوې خبري غونډې په ترڅ کې د ملي اردو د سرتېرو وژل کېدل په کلکه وغندل شول.

ددې ټولنې مشر نويد يوسفي وويل ، چې نړيواله ټولنه بايد د افغانانو ددې ټولوژنو مخه ونيسي.

بلخوا د اقتصاد د وزير عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې له خوا پژواک ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې هم دکونړ پېښه غندل شوې ده.