ګردېز(پژواک،٦ کب ٩٢): په پکتيا ولايت کې د((رايه ستاسې غږ دی ))تر سرليک لاندې مشاعره ترسره شوه .
په دې مشاعره کې دپکتيا،خوست،پکتيکا،غزني،لوګر،کابل،ننګرهار اوکونړ ولايتونو لسګونو شاعرانو اويو شمېر چارواکو برخه اخيستې وه.
داوښتون کولتوري ټولنې مرستيال محمد دادود تپان د کب په ٦مه پژواک ته وويل ،چې دوی ددې زون په نورو ولايتونوکې دا ډول پروګرامونه پلي کړي وو او په راتلونکي کې به يې په پاتې ولايتونو کې هم ترسره کړي .
نوموړی وويل، په دې مشاعره کې شاعرانو دشعر په ژبه دټاکنو پر اهميت ټينګار وکړ او خلک يې وهڅول ،چې په ټاکنو کې برخه واخلي .
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي په ټاکنو کې دمشاعرو له لارې دخلکو پوهاوی وستايه او له دا ډول پروګرامونو څخه يې ملاتړ وکړ.
نوموړي پژواک ته وويل: (( دمدني ټولنې دا ډول پروګرامونو دخلکو په عامه پوهاوي کې لويه مرسته کړې ده او موږ هيله مند يو ،چې له دې وروسته خلک يو ښه کانديد وټاکي او رايه ورکړي.))
سهي وويل ، چې دا مهال په پکتيا کې دټاکنو دترسره کېدو لپاره ټول شرايط برابر دي او په دې برخه کې کومه جدي ستونزه نه لري .










