منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۳ غ.م
۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

په ننګرهار کې د وسله والو له لوري د ١٥ تنو د خوشې کېدو خبر ورکړل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٢ کب ٩٢): د ننګرهار ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له لوري د ٤٠ تښتول شويو کسانو له ډلې يې پنځلس تنه خوشې شوي دي.

تېره اونۍ وسله والو مخالفينو دغه ډله کسان د لعلپورې ولسوالۍ په چکنور سيمه کې له موټره کوز کړي او له هغه وروسته يې د يادې ولسوالۍ سردي ريني پرچاو سيمې ته لېږدولي دي.

د سيمه ييزو قومي مشرانو په وينا، وسله والو مخالفينو دوى له دې امله له ځانه سره بېولي، چې د ولسوالۍ له چارواکو سره مرسته کوي او د قومي تړونونو له مخې يې وسله وال مخالفين، له خپلې سيمې شړلي دي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي خپل ناروغان له لعلپورې سيند څخه په تېرېدو د تورخم له لارې پاکستان ته لېږدوي او ډېرى يې سوداګريزې چارې پر مخ وړي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي نن ماښام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تښتول شويو کسانو له ډلې يې له ١٣ څخه تر ١٥ کسانو پورې ازاد کړى شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د نورو پاتې کسانو د خوشې کېدو لپاره هم هڅې روانې دي.

خو په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازى او د يادې ولسوالۍ اوسېدونکى فريدون مومند وايي، چې تر دې مهاله ټول کسان د وسله والو مخالفينو په ولکه کې دي.

ده پژواک ته وويل، د ګوشتې او لعلپورې ولسواليو مخور او قومي مشران په ګډه سره هڅې کوي، ترڅو دغه کسان د مخالفينو له بنده ازاد کړي.

په ګوشتې ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې هم چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل، د يادو کسانو د خوشې کېدو لپاره هڅې ډېرې شوې دي.

بل خوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، دوى هم له دې پېښې خبر شوي دي، خو تر دې مهاله معلومه نه ده، چې دا کار به چا تر سره کړى وي.

هغه زياته کړه، په سيمه کې ځينې غير مسوول وسله وال کسان شته، چې له طالبانو سره کومه اړيکه نه لري.