غور (پژواک ٢١ کب ٩٢): د غور راډيو تلوېزيون مسوولين وايي، چې د تلوېزيون خپرونې يې ځکه بندې کړې دي، چې ودانۍ يې د ښاروالۍ له لوري ترې اخيستل شوې ده.
د غور تلوېزيون په دې ولايت کې يواځينۍ تصويري رسنۍ ده، چې هره ورځ د ماښام له شپږو د شپې تر لسو پورې څلور ساعته خپرونې لري.
د غور د راډيو تلوېزيون امر علاءالدين محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې ودانۍ ته پوليس راننوتل او هغه يې له دوى څخه ونيوله.
ده زياته کړه، ياده ودانۍ د راډيو تلوېزيون د امريت اړوند ده او د وخت د وزيرانو شورا دغه ځمکه دې ادارې ته ورکړې وه.
خو هغه دعوه وکړه، دا چې ياده ځمکه د ښار په مهم ځاى کې موقعيت لري، نو سيمه ييزه اداره او ښاروالي غواړي يو شمېر زورواکو ته يې ورکړي.
د هغه په وينا، دا چې د غور راديو تلوېزيون بله ودانۍ نه لري او نه هم نور امکانات لري، نو سر له نن څخه يې د تلوېزيون خپرونې بندې کړې او تر هغو به خپلې خپرونې نه پيلوي، ترڅو ښاروالي له دې کاره لاس په سر شوې نه وي.
د غور ښاروال محمد اسحاق همراز بيا پژواک ته وويل، ياده ودانۍ د غور د امنيه قوماندانۍ اړوند وه، خو له ښاروالۍ سره يې د يوې بلې ودانۍ په سر تبادله کړې وه او اوسمهال د ښاروالۍ اړوند ده او له نقشې سره سم به يې ووېشي.
د غور والي سيد انور رحمتي وايي، پر يادې ځمکې د دې ولايت د ښاروالۍ او د راديو تلوېزيون د امريت ترمنځ دعوه ده، خو هڅه کوي دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ښاروالۍ غواړي دا ځمکه له نقشې سره سم ووېشي، خو دوى په پلان کې لري، چې د راډيو تلوېزيون امريت ته نوې ودانۍ جوړه کړي.
د غور د مدني ټولنې يو فعال قدير غفوري وايي، د غور دولتي تلوېزيون يواځينۍ تصويري رسنۍ ده، چې په دې ولايت کې خپرونې کوي، په ځانګړي ډول اوسمهال چې ټاکنې په رانږدې کېدو دي.
ده وويل، چې د ياد تلوېزيون خپرونې بايد بندې نه شي، ځکه خلک د معلوماتو له ترلاسه کولو څخه محرومه کېږي.










