منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په کابل او ځينو ولايتونو کې د مارشال فهيم د فاتحې مراسم تر سره شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

کابل( پژواک ٢١ کب ٩٢): د هېواد په مرکز او يو شمېر ولايتونو کې  د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د فاتحې مراسم تر سره شول.

مارشال محمدقسيم فهيم د کب په ١٨ مه د زړه د ناروغۍ له امله د ٥٦ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې او تېره ورځ د کابل په بادام باغ سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.

د مارشال فهيم د فاتحې مراسم نن، د ننګرهار، بلخ ، اروزګان، کندهار ، ميدان وردګو ، زابل ، هلمند ، بدخشان ، جوزجان ، هرات او ځينو ولايتونو تر څنګ د کابل په عيدګاه او ځينو نورو جوماتونو کې هم تر سره شول.

د کابل په عېدګاه جومات کې ولسشمر حامد کرزي، نورو دولتي لوړپوړو چارواکو،د ولسشمرۍ ځينو کانديدانو، په کابل کې د اسلامي هېوادونو سفيرانو او زرګونو نورو کسانو برخه اخيستې وه.

د کابل ښار په بهارستان، شيرشاه سوري او حاجي چمن جوماتونو کې هم د مارشال فهيم د فاتحې مراسم تر سره شول.

 په  ولايتونو کې هم دولتي چارواکو او خلکو د فاتحې په مراسمو کې برخه لرله.

د مراسمو ګډونوالو د مارشال محمد قسيم فهيم روح ته د عا لاسونه پورته کړل او د هغه مړينه يې د هېواد لپاره ستره ضايعه وبلله.

د کندهار والي توريالي ويسا، د کندهار ښار په خرقه مبارک کې د فاتحې په مراسمو کې وويل  : “موږ له يوې ډېرې لويې غميزې سره مخ شوو، ارواښاد قسيم فهيم واقعاً د افغانستان لپاره يوه لويه سرمايه وه، نن ورځ د الهي امر په نتيجه کې دى زموږ سره نه شته، د ده ځاى به همېشه خالي وي.”

ټاکل شوې، چې سبا د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د مارشال محمدقسيم فهيم د فاتحې مراسم تر سره شي.

 د مارشال فهيم د مړينې له امله د افغانستان دولت درې ورځې ملي ماتم او يوه ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې وه .