منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په غور کې ملي تلوېزيون خپلې خپرونې بېرته پيل کړې

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

چغچران (پژواک ٢٥ کب ٩٢): په غور ولايت کې ملي تلوېزيون له څلور شپې ځنډ وروسته بېرته خپلې خپرونې پيل کړې او کارکوونکو يې خپل کاري اعتصاب پاى ته رسولى دى.

دغه ځايي تلوېزيون خپلې خپرونې هغه مهال ودرولې، چې د مسوولينو په وينا يې، امنيتي ځواکونه او ښاروالي د دوى له اجازې پرته ودانۍ ته ورننوتي او ودانۍ يې نيولې ده.

د غور تلوېزيون او ښاروالۍ چارواکي د تلوېزيون د ودانۍ په اړه د ملکيت دعوا کوي، چې له دې امله يې خپرونې پرې شوې دي.

د غور د تلوېزيون امر علاوالدين محمدي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى خپلې خپرونې تېره شپه د خلکو او د افغانستان د ملي راډيو تلوېزيون په بيا بيا غوښتنه بېرته پيل کړې او کارکوونکو هم خپل اعتصاب پاى ته رسولى دى.

دغه تلوېزيون د نږدې ٢٠ کارکوونکو په درلودو سره د ماښام له شپږو د شپې تر ١٠ بجو پورې ځايي خبرونه او راپورونه خپروي.

محمدي وويل، چې د تلوېزيون او ښاروالۍ تر منځ د ودانۍ پر سر را پورته شوې دعوه له مرکز (کابل) څخه څېړل کېږي او مرکز ډاډ ورکړى، چې ښاروالي به د دې ستونزې تر حل کېدو پورې د دوى مزاحمت نه کوي.

د ده په خبره، دغه ودانۍ د راډيو تلوېزيون په امريت پورې اړه لري، چې ځمکه يې پخوا د وزيرانو شورا دې ادارې ته ورکړې وه، خو د چغچران ښاروالي غواړي، چې دا ځمکه زورواکو ته ورکړي.

خو د غور د مرکز چغچران ښاروال محمداسحق همراز وايي، چې دا ودانۍ په امنيه قوماندانۍ پورې اړه لري، چې ښاروالۍ د يوې بلې ودانۍ په بدل کې تبادله کړې او اوس دا ودانۍ په ښاروالۍ پورې اړه لري.

هغه پژواک ته وويل: ((د غور والي له موږ څخه غوښتنه وکړه، چې دوه درې خونې د ودانۍ په دننه کې تر هغه پورې د تلوېزيون کارکوونکو ته ورکړي، څو چې دې رسنۍ ته نوې ودانۍ جوړېږي.))

همراز زياته کړه، چې تلوېزيون امکانات او بوديجه نه لري، څو نوې ودانۍ پرې جوړه کړي، والي لارښوونه کړې، چې ښاروالۍ دې يوه نوې ودانۍ په کرايه ونيسي او دوى کولى شي، چې تر هغو پورې په دې ودانۍ کې خپرونې ولري.

نوموړي وويل، چې ښاروالۍ پخوا هم مزاحمت نه و کړى، خو د تلوېزيون مسوولينو دروازه په يو اړخيز ډول بنده کړه او د ښاروالۍ پر وړاندې يې بې ځايه خبرې وکړې.

له بلې خوا په غور ولايت کې يو شمېر مدني ټولنو او خصوصي رسنيو هم په دغه ولايت کې د تلوېزيون د خپرونو د درولو په غبرګون کې د دغه ولايت د دولتي خبرونو له خپراوي سره خپل اعلان کړى پرېکون پاى ته ورساوه.

د غور ولايت د ژورنالېستانو ملي ټولنې مشر عبدالقديرغفوري وويل، چې په غور کې د تلوېزيون خپرونې، په ځانګړي ډول د ټاکنو په درشل کې يوه اړتيا ده، دا چې تلوېزيون بېرته خپلې خپرونې پيل کړې، نو دوى هم خپل پيل کړى تحريم پاى ته رسوي.

همدارنګه د چغچران ښار د اصنافو شورا مرستيال محمد سلطان وويل، چې دوى د تلوېزيون له مسوولينو سره ليدلي او د تلوېزيوني خپرونو د بيا پيل غوښتنه يې ترې کړې، ځکه چې خلکو ته خورا مهمې دي.