جلال اباد (پژواک ٢٧ کب ٩٢): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د پوهاند صديق الله رښتين د پنځلسم تلين په ياد علمي او څېړنيز سيمينار جوړ شو.
دغه سيمينار چې د کب په ٢٧مه په جلال اباد ښار کې جوړ شوى و، په کې د ننګرهار او لغمان ولايت فرهنګيان، ليکوالان، د پوهنتون استادان او محصلينو ګډون کړى و.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم غونډې ته وويل، پوهاند صديق الله رښتين هغه شخصيت دی چې د خپل ژوند ٦٠ کلونه يې د پښتو ادب د غوړېدا لپاره تېر کړي او سلګونه کسان يې روزلي دي.
هغه زياته کړه، چې د دغو مشاهيرو په ياد سيمينارونه جوړول د اطلاعاتو او کلتور رياست دنده ده او د هغوى ارمانونه راتلونکو نسلونو ته لېږدول غواړي.
د صميم په خبره، د دې ډول سيمينارونو جوړېدل راتلونکو نسلونو ته د لويو شخصيتونو د ارمانونو د لېږد غوره وسيله ده.
د ننګرهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي رييس ببرک مياخېل پژواک اژانس ته وويل، چې پوهاند صديق الله رښتين له پنځو ادبي ستورو نه هغه ستوری دی چې په نثر کې يې تر نظم ډېر کار کړی دی.
مياخېل زياته کړه، پوهاند رښتين په هنري نثر کې د خپل قلم قوت ښودلی او د طبيعي مناظرو يوه ښه منظرکشي يې کړې چې د ښکلا وږمه او د پښتو شهر هنداره يې ښه استازولي کولى شي.
د هغه په وينا، پوهاند رښتين په نثري ليکنه کې څو برخې لري او څو بعديز شخصيت دی او دا هغه ځانګړنه ده چې د نورو ادبي ستورو په پرتله يې پوهاند رښتين لري.
د ننګرهار ولايت يو فرهنګي نوراغا ځواک وايي، چې پوهاند رښتين ادب او کلتور ته ډېر زيات خدمتونه کړي او نه هېرېدونکي ستړيا يې ګاللې ده.
نوموړي زياته کړه: ((له بده مرغه موږ اوس د دغو مشرانو تلين نمانځو، ډېر زيات بېخونده وي او د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا هم بې غوري کېږي او دوی دغو مشرانو ته په درنښت قايل نه دي.))
هغه د ننګرهار په فرهنګي او مدني ټولنو غږ وکړ، چې دغه نمانځغونډې او تلينونه دې رياستونه ته نه پرېږدي او وايي، چې د خپلو مشرانو قدر بايد ټول وکړي.
ښاغلی صديق الله رښتين د مرحوم مولوي تاج محمد زوی په خټه مومند، د پښتو ژبې پوخ ليکوال، نامتو شاعر او پياوړى استاد په ۱۲۹۸ لمرمز کال د مومندو سيمې په (غازي اباد) کې زېږېدلی و.
هغه د پښتو ژبې له پنځو ستورو څخه يو دى، په خپل وخت کې يې د دولتي دندو تر څنګ په علومو اکاډمۍ او پښتو ټولنې کې دندې ترسره کړې او د پوهنتون استاد پاتې شوى دى، هغه تر ٢٦٥ پورې رسالې او کتابونه چاپ کړي دي.
پوهاند صديق الله رښتين د ۷۹کلونه په عمر د ۱۳۷۷ش کال د ليندۍ پر پنځمه په پېښور کې ومړ او د ننګرهار د بهسودو په ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.










