منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۵ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د نوي کال جشن ته ځانګړى چمتووالى نيول شوى

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

کابل (پژواک ٢٨ حوت ٩٢): د پسرلي او نوروز جشن د نمانځنې په درشل کې اړينې تيارۍ، د فرهنګي پروګرامونو د ډيزاين، ښکلا او امنيت په اړه لازم تدبيرونه نيول شوي دي.

چارواکي وايي، چې سږ کال به په کابل کې د نوروز جشن د نورو کلونو په پرتله په ډېر پرتمينه او ښکلې بڼه ونمانځل شي.

په دې ورځ به د کابل ښار بېلابېلې سيمې لکه کارته سخي، شاه شهيد، باغ بالا، بادام باغ، بابر بڼ، بي بي مهرو غوڼدۍ، ژوبڼ، شهر ارا بڼ او شهداى صالحين د خلکو د پراخ ګډون شاهد وي.

په دې ورځ خلک د خوړو، چايو، توشکو او غاليو … بستي اخلي له کورونو وځي او دې تفرېځ ځايونو ته په تګ سره د نوي کال په خوشالۍ جشن نيسي.

د کابل ښاروالۍ د خپرونو رييس عبدالقادر ارزو وايي، چې د نوي کال د نمانځنې لپاره اړينې تيارۍ نيول شوې او په دې هڅه کې دي، چې کابل ښاريان دا ورځ په ښه بڼه ونمانځي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ځينو واټونو، کارته سخي زيارت، شهداى صالحين او شاه شهيد نصب زيارت کې ښکلاييزڅراغونه بند او منتاژ کړي، چې په کابل ښار به د نورو کلونو په پرتله دغه ځل ښکلى او پاک وي.

ارزو زياته کړه: ((موږ بېلابېلې خپرونې لرو، لکه د هنرمندانو کنسرټونه، د لاسي او کرنيزو محصولاتو په نندارتونونو کې همکاري کړې او اوسېدونکو ته مو نمايشي بڼوڼه چمتو کړي، څو نوروز په امنه او زرغونه فضا کې ونمانځي.))

د کابل ښاروالۍ د خپرونو رييس وويل، چې ټولو هټيو او لوړ پوړو ودانيو مالکانو ته لارښوونه شوې، چې خپلې هټۍ او لوړ پوړې ودانۍ رنګ او په مخکې يې يو نيالګى کېنوي، خو دغه کار يواځې د کابل ښار په ځينو برخو کې شوى دى.

په نوروز کې زيات شمېر خلک د کارته سخي غرونو لمنو ته ځان رسوي او د شاه ولايت ماب د جنډې وچتولو په مراسمو کې ګډون کوي.

د کارته سخي زيارت د جڼدې وچتولو د مراسمو ترسره کولو کمېسيون رييس حاجي رمضان حسين زاده وويل، چې د دې چارې لپار ټول کارونه بشپړ شوي دي.

هغه زياته کړه، چې له بيرغ وچتولو وروسته دغه کمېسيون بېلابېلې ورزشي سيالۍ ورته د ورزش مخکښان له هېواد دننه او بهر څخه راغوښتل شوي او همدارنګه د افغاني سندرغاړو کنسرتونه او تياتر پروګرامونه د کابل ښاريانو لپاره جوړ کړي.

حسين زاده زياته کړه، دوى کوښښ کوي، چې خلک له دغه فرصت څخه استفاده وکړي او په راتلونکو کلونو کې ملي او دوديزې ورځې په ښه بڼه ونمانځي.

نوموړي امنيتي وضعيت د قناعت وړ وباله او ويې ويل، چې له يوې اونۍ را په دېخوا امنيتي منسوبين په بېلابېلو سيمو او د کارته سخي د جنډې وچتولو په سيمو کې ځاى پر ځاى شوي او د امنيت په خوندي کولو بوخت دي.

د نوروز مراسم د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار روضه مبارکه کې هم د جنډې وچتولو مراسمو د لوړ پوړو دولتي چارواکو او د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د زرګونو کسانو په ګډون ترسره کېږي.

خو سږ کال به د نوروز ډېر مراسم د پغمان په غونډۍ کې د نوروز پر نړيوال جشن متمرکز وي.

دغه لومړۍ نړيوال جشن دى، چې د وري په اتمه د کورنيو او بهرنيو مېلمنو په ګډون په پرتمين ډول نمانځل کېږي.

دولت هم د دغو مراسمو د تياريو لپاره د پوهنې د وزير ډاکتر فاروق وردک تر رياست لاندې يو کمېسيون تشکيل کړى دى.

د پوهنې وزارت وياند محمدکبيرحقمل وويل، چې د نوروز نړيوال جشن د ترسره کېدو لپاره د دغه کمېسيون تر څارنې لاندې يوه څلور پوړيزه ودانۍ، تفريحي پارکونه، د ٦٠٠ موټرو لپاره يو پارکينګ او د چورلکو د کېناستو لپاره يو ډګر جوړ شوى او پخوانۍ مهتابي ودانۍ او د لمبا حوض د پغمان غونډۍ په پاى کې بيارغول شوي دي.

نوموړي د کمپنۍ– پغمان، قرغه– پغمان سړکونو بيارغونه او پراختيا او د ځانګړو مېلمنو لپاره په کابل نړيوال هوايي ډګر کې د يوې ځانګړې برخې (VIP ) جوړول د نوروز جشن د تياريو لپاره يوه برخه وبلله او ويې ويل، چې د پغمان غونډۍ نوې ودانۍ دوه ستر تالارونه لري، چې د ٥٠٠ مېلمنو د ځايولو وړتيا لري.

د دې ودانۍ د جوړولو په برخه کې د پغمان د نورو تاريخي ودانيو لکه تاق طفر، کوتي ستاره، مسجد باغ عمومي او د پغمان د بهار هوټل له سيستم، مهندسي فورم او جوړښت څخه کار اخيستل شوى.

د ودانۍ بهرنۍ برخه په ښکلايزو ډبرو سينګار شوې، چې له لرې ساحو څخه د خلکو پاملرنه ځان ته ور اړوي.

حقمل زياته کړه، چې د دغو پروژو ټول لګښت د دولت له بوديجې ورکول کېږي، چې ٣٠ ميليون ډالرو ته رسېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ايران، عراق، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان، اذربايجان، پاکستان، هندوستان، ترکيې، قزاقستان او ارمنستان له ولسمشرانو او لوړ پوړو چارواکو، د ملګرو ملتونو له سرمنشي او يو شمېر نورو مېلمنو څخه غوښتنه شوې، چې په پغمان کې د نوروز په نړيوال جشن کې ګډون وکړي.

هغه زياته کړه، چې ويناوې، د افغانستان او نورو هېوادونو د لاسي صنايعو او کرنيزو محصولاتو نندارتونونه، سندريز پروګرامونه، تياتر، ملي اتڼ، وزلوبه او غشي ويشتنه په پغمان کې د نوروز د جشن برخې دي، چې د افغان او بهرنيو سندرغاړو کنسرتونه به په کې د وري مياشتې له ٦ مې نېټې پيل شي.

د نوروز نړيوال جشن د جوړولو کمېسيون رييس او د پوهنې وزير فاروق وردګ هم پژواک ته وويل، چې د نوروز په جشن کې بېلابېل فرهنګي پروګرامونه، چې د هېواد د ملي فرهنګ او هويت څرګندوى وي، له ټول هېواد څخه نندارې ته وړاندې کېږي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د نورز د نمانځنې لپاره ځانګړى چمتووالى لري.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل، په ټولو هغو ځايونو کې امنيتي پوستې جوړې شوې، چې خلک د نوروز خوښيو ته ورځي.

هغه زياته کړه: ((ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې د هېواد په هره برخه کې د خپلو خوښيو او مېلو په ځايونو کې د نوروز جشن په ډاډه زړه تېر کړي.))