جلال اباد هرات (پژواک،٢ورى٩٣): په هرات او ننګرهار ولايتونو کې لسګونو خبريالانو ديوې غونډې په ترڅ کې دافغان خبريال سردار احمد وژل کېدل په کلکه وغندل.
وړمه شپه د کابل په سرينا هوټل کې د څلورو وسله والو په يوه بريد کې د څلورو بهرنيانو په ګډون ٩ کسان ووژل شول، په وژل شويو کې سردار احمد ،د هغه ښځه او دوه ماشومان هم شامل وو.
په ختيځ کې د ژورنالېستانو بېلابېلې ټولنې په دې وروستيو کې د ژورنالېستانو او ژورنالېستيکو ادارو پر وړاندې رامنځته شوې ستونزې په کلکو ټکو غندي او پر ښکيلو غاړو غږ کوي، چې د ژورنالېستانو د ژوند د خونديتوب په برخه کې دې پام وکړي.
د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رييس او د خبريالانو د خونديتوب د ټولنې مشر ببرک مياخېل د فرانس پريس خبري اژانس د خبريال سردار احمد وژل په کلکو ټکو وغندل او د نوموړي وژنه يې د ژورنالېزم په ډګر کې يوه ستره ضايع وبلله.
مياخېل زياتوي ، چې د جګړې ښکيلې غاړې دې د ژورنالېستانو ژوند ته پام وکړي.
نوموړى وايي: (( پکار ده چې ټولې خواوې د بيان ازادۍ ته درناوى وکړي اود خبريالانو ژوند ته پام وکړي.))
نوموړي له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه وکړه،چې پرحکومت فشار راوړي چې دخبريالانو خونديتوب ته پام وکړي او نړيوال دې دبيان د ازادۍ په تړاو روښانه دريځ اختيار کړي ،هغه سکوت دې مات کړي، چې په دې برخه کې يې اختيار کړى دى.
د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زيارمل هم په تېره اونۍ کې په کابل کې د نا امنۍ او تاوتريخوالي په پېښه کې دفرانس پريس خبري آژانس دخبريال سردار احمد وژل کېدل او پر ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون شوي وسله وال بريدونه په کلکو ټکو غندي او دا دبيان د آزادۍ او مطبوعاتو پروړاندې يې څرګند جنايت ګڼي.
نوموړى له رسنيزو ادارو غوښتنه کوي ، چې دافغانستان اوسمهالي شرايطو ته په پام سره د پېښو دخبري پوښښ لپاره دخبريالانو دګومارنې پرمهال دهغوى دژوند خونديتوب ته پام وکړي.
زيارمل زياته کړه: ((افغان حکومت دې د روان ناورين دقرباني شويو خبريالانو له کورنيو سره د مرستې په موخه،هغه امتيازات چې دجګړې نورو قربانيانو ته په پام کې نيول شوي،دوى ته هم ورکړي.))
د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولې د رهبري شورا غړى ليکوال او ژورنالېست اصف شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاو تريخوالي کچه زياته شوې ده.
ده زياته کړه : (( د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې راروانې دي د هغو د خبري پوښښ لپاره دې د خبريالانو لپاره دخوندي چاپيريال زمينه برابره شي او هغه څوک چې خبريالانو ته زيان رسوي،په نښه دې شي.))
دى وايي ، معلوماتوته د لاسرسي قانون ، چې نه شتون يې خبريالانو ته ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي او بايد ژر تر ژره تصويب او دې ستونزو ته دې د پاى ټکى کېښودل شي.
ديوه بل خبر له مخې د سويل لويديځې حوزې خبريالانو په هرات ولايت کې ديوې غونډې په ترڅ کې د سردار احمد وژل کېدل وغندل.
دوى له حکومت څخه وغوښتل چې د سردار احمد د وژلو او پر سرينا هوټل د بريد د اصلي مسوولينو د پيدا کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
د هرات د خبريالانو په استازيتوب ولي محمد حديد وويل چې په دا ډول بريدونو کې ډېرى عام وګړي په نښه کېږي چې د غندنې وړ دى.
د هغه په وينا، په غرب حوزه کې هم خبريالان له يو شمېر ستونزو سره مخامخ دي.
بلخوا د هېواد سياسي شخصيت او شنونکي قريب الرحمن سعيد هم د ياد خبريال وژل کېدل غندلي دي.
هغه پژواک اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې ويلي ، چې دکابل په خوندي او محفوظ هوټل سرينا کې د څوتنو ځان وژونکو له لوري د افغان خبريال سردار احمد اودهغه دکورنۍ وژل ډېر بېرحمانه ، وحشيانه او ظالمانه عمل دى ، چې په کلکو ټکو يې غندل په کار دي .
استاد سعيد پر دې پېښې د هغه کورنۍ او دافغانستان خبريالانو ټولنې سره خپله ژوره خواخوږي شريکه کړې او د تسليت مراتب يې وړاندې کړې دي.









