کابل (پژواک ٣ ورى ٩٣): ولسمشر کرزي، ځينو دولتي چارواکو او ملي شخصيتونو د يو لړ تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې، د عدليې د وزير حبيب الله غالب مړي ته د درنښت مراسم پر ځاى کړل.
په دغو مراسمو کې، چې نن (د وري ٣ مه) د جمهوري رياست په ارګ کې تر سره شول، عبدرب الرسول سياف، د ولسمشر دوهم مرستيال محمد کريم خليلي، محمد يونس قانوني او ځينو لوړپوړو دولتي چارواکو، وزيرانو او د حبيب الله غالب د کورنۍ غړو ګډون کړى وو.
حبيب الله غالب دوه ورځې وړاندې له مغزي سکتې وروسته د پروان ولايت بګرام روغتون ته ولېږدول شو او هلته يې ساه ورکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر په خپله خبرپاڼه کې ويلي، چې ولسمشر کرزي په دغو مراسمو کې د غالب کورنۍ ته د ډاډګيرنې او همدردۍ تر څنګ، هغه يو دروند، متواضع او يو ديني عالم وباله، چې د خپل هېواد لپاره يې ډېر خدمتونه تر سره کړي دي.
حبيب الله غالب، په ١٣١٨ لمريز کال کې د کاپيسا ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې وې او د ښوونځي دورې له پاى ته رسولو او د کابل پوهنتون د شرعياتو له پوهنځي څخه د ليسانس درجې له ترلاسه کولو وروسته، په ١٣٤١ کال کې په عدليې وزارت کې يې خپله دنده پيل کړه.
نوموړى په ١٣٤٥ لمريز کال کې د لوړو زده کړو په موخه مصر ته ولاړ او د الازهر پوهنتون د فقهې او قانون په برخه کې يې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.










