کابل (پژواک ٣ ورى ٩٣): د افغان خبريال سرداراحمد او د هغه د کورنۍ د درېيو غړو د جنازې مراسم په داسې حال کې ترسره شول، چې خپلوانو يې له حکومته وغوښتل، څو وروسته له دې طالبانو ته د ورور خطاب ونه کړي.
دغه خبريال له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره يو ځاى د نوروز په شپه د کابل ښار په سرينا هوټل کې ووژل شو.
په دغه بريد کې ، چې د څلورو وسله والو بريدګرو له خوا ترسره شو، يو بل افغان او څلور بهرني وګړي هم ووژل شول.
د سرداراحمد،د هغه د مېرمنې او دوو ماشومانو جنازې نن سهار د سردار داوود خان له روغتون لومړى په نوي ښار کى د هغوى کور ته يوړل شوې او وروسته يې د جنازې مراسم په عيدګاه جومات کې د سلګونو کسانو په ګډون چې خبريالان، د مدني ټولنې او ملي شورا غړي په کې وو، ترسره شوې.
سرداراحمد له فرانس پرېس خبري اژانس سره کار کاوه او د خپلې کورنۍ له دريو نورو غړو سره نن له غرمې مخکې د کابل په زمانخان کلا سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.
د سرداراحمد وراره اېرج پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل، ناسم سياستونه د طالبانو د پياوړتيا لامل شوي او هغوى بيا بې ګناه وګړي وژني.
هغه زياته کړه: ((حامد کرزى طالبانو ته د ورور خطاب کوي، دا د دې سبب کېږي، چې د بې ګناه خلکو پر وړاندې د دوى بريدونه زيات شي، ولسمشر دې نور هغوى ته د وروڼو خطاب نه کوي.))
د سياسي چارو يو کارپوه احمد سعيدي، چې په دغو مراسمو کې يې ګډون کړى و هم د ورته نيوکې په کولو سره وويل، چې حکومت د طالبانو پر وړاندې روښانه دريځ نه لري او همدا ناسم سياستونه دي، چې د ملکي وګړو او ماشومانو د وژنې لامل ګرځي.
سعيدي له رسنيو وغوښتل، چې د ارګ خبرونه او راپورونه د يوې اونۍ لپاره تحريم کړي.
د ملي امنيت پخواني عمومي رييس امرالله صالح وويل: ((د دې جنايت محکومول ډېر کمزوري کلمات دي، نن ورځ هېڅ داسې يوه کلمه او ژبه نه لرم، چې د دغه نه بښونکي جرم پر وړاندې پرې خپل نفرت څرګند کړم.))
نوموړي له ټولو خلکو وغوښتل، چې د طالبانو پر وړاندې په پوره يووالي سره ودرېږي او زياته يې کړه، چې که طالبان هغه پر دې نوم وژلى چې خبريال دى، نو د ده ماشومانو او مېرمنې څه ګناه درلوده؟
د ملي امنيت عمومي رياست پخواني رييس زياته کړه، دا کومه چاودنه نه وه، چې دا ماشومان په تصادفي ډول ووژل شول، بلکې طالبانو په لوى لاس دا ماشومان په خپلو تومانچو پر تندي ويشتلي دي.
صالح طالبانو ته د مزدور خطاب وکړ او ويې ويل، چې د طالبانو هويت د هغوى پر موخو ولاړ دى او دوى خپلې دا موخې د تومانچې، وژنو، وحشت رامنځته کولو او وېرې په خورولو سره ترلاسه کوي.
د ميدان وردګو پخواني والي محمدحليم فدايي له رسنيو اوعالمانو وغوښتل، چې د طالبانو د اعمالو پر ضد دې ودرېږي او هغوى دې افشا کړي، که چېرې داسې ونه شي، نو دغه ډول عملونه به دوام ومومي.
په کابل کې د ولسي جرګې غړې شکريې بارکزۍ هم وويل: ((نور نه شو کولى، چې د خپلو عزيزانو په غم له اوښکو ډکې سترګې تشې کړو، نور بس… بايد ودرېږو، ووايو چې څوک يو او څه غواړو او هغوى (طالبان) زموږ د ارادې پر وړاندې هېڅ هم نه دي.))
هغې زياته کړه، هغه کسان چې په ځانمرګو بريدونو او د ماشومانو په وژنه لاس پورې کوي، پر اسلام باور نه لري او هغه عملونه چې دوى يې ترسره کوي، غير اسلامي او غير انساني دي.
مېرمن بارکزۍ زياته کړه: ((له تېرو ١٣ کلونو راهيسې دا ډول بريدونه غندو، بايد خپله کړنلاره بدله کړو، بايد له خپله ځانه خپله دفاع وکړو، هېڅوک هم نه شته چې زموږ په غم غمجن او پر ښادۍ مو خوښي وکړي.))
د اطلاعاتو او کولتور وزارت سلاکار جلال نوراني وويل، چې طالبانو په خپل دغه کار سره خپل قدرت نه، بلکې خپله پستي څرګنده کړه. دوى له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ کېدو وړتيا نه لري، همدا لامل دى، چې د بې ګناه وګړو وژنې ته مخه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسشر حامد کرزي پر سرينا هوټل شوى بريد په کلکه غندلى او هغه يې د نړيوالو استخباراتو پلان شوى کار بللى او ويلي يې دي، چې هغوى دغه هوټل ته بريدګر را استولي وو، چې ملکي وګړي ووژني.










