ژبه

جنرال هزاره په یوه چاودنه کې ټپي شو

کابل ( پژواک، ۱۵ وری ۹۳ ) : د سیاسي چارو یو تن کارپوهه متقاعد جنرال هزاره نن ماخوستن په یوه چاودنه کې ټپي شوی دی.

دغه چاودنه د وري په ۱۵مه، د ماخوستن په شاوخوا اوه نیمو بجو د کابل ښار د پنځمې  حوزې اړونده د قرغې ددوه لاري په سیمه کې شوې ده.

د سیمې یوه اوسیدونکي او د پيښې عینی شاهد عبدالجبار پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه د جنرال هزاره په کور کې شوې ده.

هغه زیاته کړه،  چې نامعلومو کسانو چاودیدونکي توکي دهغه په موټر کې ایښي وو، چې د چاودنې له امله یې جنرال هزاره ټپي شوی دی.

د مدني ټولنې یو تن فعال میرویس عمرخیل پژواک خبري اژانس ته وویل چې جنرال هزاره د پولیسو ۲۰۰ بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

نوموړي چې یاد روغتون ته د جنرال هزاره پوښتنې ته ورغلی و، وایي چې هغه سخت ټپي شوی دی، خو اوس یې حالت د ډاډ وړ دی.

امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.