کابل ( پژواک، ۱۵ حمل ۹۳) د افغانستان د مخابراتو وزارت سر له اوس څخه د موبایل پیغامونو سروس بند کړی دی.
د مخابراتو وزارت د اترا رییس شیرګل د وري په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کار یې د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون په غوښتنه کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې د موبایل پیغامونو خدمات سر له اوس څخه د سبا ورځې تر پایه بورې به بند وي.
نوموړي وویل چې افغان بیسیم، ایم ټي این او اتصالاتو شبکې دغه کار کړی دی، خو روشن شبکې تر اوسه د پیغامونو خدمات نه دي بند کړي.
د شیرګل په وینا، د روشن شبکې اړونده مسوول له هیواده بهر دی او دوی هڅه کوي چې دغه شبکه هم پیغامونه بند کړي.
خو دافغانستان د شکایتونو د خپلواک کمیسیون مشر ستار سعادت پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی هیڅکله د مخابراتو وزارت ته نه دي ویلي چې د پیغامونو سروس دې بند کړي.
هغه زیاته کړه چې سبا مهمه ورځ ده، داړیکو ورځ ده، د ټاکنو کمیسیون، د شکایتونو کمیسیون، درسنیو کمیسیون، نورې رسنۍ، مدني ټولنې، د کاندیدانو استازي او ناظرین باید داړیکو وسیلو ته لاسرسی ولري او د پیغامونو سروس بندولو سره به دوی له سختو ستونزو سره مخ شي.
د سعادت په وینا، د پیغامونو سروس بندول امنیت ته کومه ګټه نه رسوي، بلکې درغلیو ته لاره برابروي.
نوموړي د مخابراتو له وزارت څخه نه چې ژر تر ژره دا سروس فعاله کړي .
د شکایتونو کمیسیون مشر وویل چې د مخابراتو وزارت دغه اقدام سره پر دوی هغه شک زیاتیږي چې غواړي د یوه کاندید په ګټه دغه کار کړی وی.
سعادت وایي، کله چې د موبایل د کمپنیو څخه د ولسمشرۍ د یوه کاندید ډاکټر عبدالله په ملاتړ پیغامونه ولیږل شول، نو دوی مخابراتو وزارت ته یو مکتوب ولیږلو، څو ددغه کار څیړنه وکړي.
د هغه په وینا، د مخابراتو وزارت ددوی له دغه کار څخه ناوړه ګټه پورته کړی دی او دغه مکتوب د پیغامونو بندولو سره کوم تړاو نه لري.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یوه چارواکي پژواک ته وویل چې دوی د پیغامونو سروس نه دی بند کړی، بلکې له بهر څخه چا یې بر شبکې برید کړی او دا کار یې کړی دی.
د ایم ټی این شرکت یوه کارکوونکي چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک ته وویل چې دوی ته هم ډیرو خلکو د پیغامونو د نه لیږل کیدو په اړه شکایتونه کړی دي.
د روشن مخابراتي شرکت د عامه اړیکو یو تن غړي ډاکټر نجیب الله کمال پژواک اژانس ته وویل چې دوی ته هم د مخابراتو وزارت د پیغامونو سروس د بندولو لپاره مکتوب لیږلی دی.
هغه زیاته کړه، چې که څه هم دغه کار دوی ته اقتصادي زیان رسوي، خو دوی د حکومت دغه سیاسی حکم ومنلو او سروس یې د شپې ناوخته بند کړ.
بل خوا د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون بل چارواکى هم وايي چې دوى له وزارت څخه د ټېلفوني پيغامونو د سيستم د بندولو غوښتنه نه ده کړې.
ددې کميسيون وياند او منشي محمد نادر محسني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دو يواځې د هغو پيغامونو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې چې د قانون پر خلاف د کمپاين مودې تر پاى ته رسېدو وروسته د خلکو موبايلونو ته استول شوي دي.
ده زياته کړه: “موږ د لنډو پيغامونو (اس، ام، اس) د بندولو غوښتنه نه ده کړې، يواځې مو ويلي دي چې څېړنه کوو چې دې مخابراتي کمپنيو د کوم پلان له مخې د ټاکنيز کمپاين پروګرام درلود کنه… ځکه کانديدان وايي چې دا کار موږ نه دى کړى، دا د شرکتونو خپل کار دى.”
ده وويل دا چې د معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دا کار ددوى له غوښتنې پرته د خپلې خوښې له مخې کړى دى، نو نشي کولى له هغوى د بېرته فعالولو غوښتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس په ګډون ځېنې رسنۍ او نور مدني بنسټونه چې د ټاکنو څارنه کوي له خلکو غوښتي چې د لنډو ټېلفوني پيغامونو له لارې د راى ورکولو د بهير په اړه د خپل سترګو ليدلى حال شريک کړي.
د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون وياند وايي که د اس ام اس له لارې، ټاکنيزه سرغړونه يا درغلي بربنډه شي، او دا د ټاکنيزو شکايتونو د څېړنو لپاره زمينه برابره کړي، دوى يې هرکلى کوي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن