کابل (پژواک ٢٠ ورى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي يو شمېر نومياليو ليکوالو، شاعرانو، اديبانو او کارپوهانو ته عالي دولتي مډالونه ورکړل.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر کرزي له خوا دغه عالي دولتي مډالونه د هېواد په کچه لومړني افغان ستورمزلي او يو شمېر ليکوالو، شاعرانو، اديبانو او کارپوهانو ته په هېواد کې د عامه اذهانو د روښانه کولو په لاره کې د هغوی د هر اړخيزو او زړه سواندو هڅو، علمي او څېړنيزو تاليفاتو د رامنځته کولو او په اخلاص، رښتينولۍ او برياليتوب د دندو د ترسره کولو له امله ورکړل شول.
سرچينه کاږي، حامد کرزي د مډالونو له ورکولو وروسته د غونډې برخه والو ته وويل: “علم، ادبيات، دين، شعر او وينا په افغانستان کې د ژوند مهمې ملي برخې دي. وياړم، په دې وتوانېدم چې له تاسو ګرانو د هېواد له علم، شعر او ادب پالونکو، څېړونکو او د هېواد له ګران کيهان نورد سره ووينم.”
ده زياته کړې، د نېکمرغۍ ځای دی چې د افغانستان د ولسمشر په توګه ماته دغه وياړ را په برخه شو، ترڅو ستاسې هڅې او بريالۍ کړنې وستايم.
ولسمشر څرګنده کړې: “خدای دې تاسو ټول تل د دې عزتمندي خاورې په خدمت کې ولري، ترڅو د دې خاورې د علم، ادب، څېړنې او تجسس په ساحو کې لا ډېر کارونه ترسره کړئ او نړۍ ته د افغانستان د پرمختګ، تاريخي وياړونو او ښېګڼو رښتينی تصوير وړاندې کړئ.”
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې په ديني چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني د حامد کرزي له علم دوستۍ څخه د مننې په ترڅ کې وويل: “ممکن دا لومړی ځل وي چې په افغانستان کې عالمان، پوهان او د ادب د لارې مخکښان په ژوندوني ستايل کېږي؛ ځکه پخوا معمول دا و چې عالمان او پوهان به له مړينې وروسته ستايل کېدل. له نېکه مرغه چې نن دغه معمول بدل شو او زموږ عالمان او پوهان په ژوندوني وستايل شول.”
نوموړي زياته کړې، افغانستان يو لرغونی تاريخي هېواد دی، چې ګڼ شمېر عالمان، پوهان، ليکوال، اديبان او شاعران يې په خپله غېږه کې روزلي دي، چې حاضر عالمان او پوهان يې يوه بېلګه ده.
د خبرپاڼې په حواله، په دې غونډه کې چې نن په ارګ کې جوړه شوې وه، پوهاند نعمت الله شهراني، جلال نوراني، سميع الله تازه، عبدالستار پردلي، حيدري وجودي، ډاکتر محمد يعقوب واحدي، پوهاند محمد صديق رازقي نړيوال، محقق عبدالمالک لاموال، مولوي زين الله منلي، ډاکتر سيد عبدالقيوم سجادي، رهنورد زرياب، سيد حسين فخري، ډاکتر محمد اکرم عثمان، صالح راسخ يلدرم، سرور مولايي، محمد معصوم هوتک، پوهاند عبدالواسع لطيفي، واصف باختري، عبدالباري جهاني، اسدالله غضنفر، هدايت الله حافظ، رضا محمدي، عبدالاحد مومند، لطيف بهاند او نجم الرحمن مواج ته د غازي ميرمسجدي خان عالي دولتي مډالونه ورکړل شول.
سرچينه زياتوي، دغه راز عبدالاحد عشرتي، راشد سلجوقي، عبدالغفور ارزو، پوهاند مير حسين شاه، پوهاند عالي محمد او استاد عبدالله بختاني خدمتګار ته د غازي ميربچه خان عالي دولتي مډالونه او حبيب الله رفيع ته د غازي ملا مشک عالم خان عالي دولتي مډال؛ صفيې صديقي، ګلالۍ حبيب، سپوږمۍ زرياب او شفيقې يارقين ته د ميوند د معرکې اتلې ملالۍ عالي دولتي مډالونه، منظور او ورکړل شول.
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر کرزي د بهرنيو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، هغه شمېر کسانو ته چې په نننۍ غونډه کې حاضر نه وو او په بهرنيو هېوادونو کې اوسېږي، د هېواد د سياسي نماينده ګيو له لارې دې دغه مډالونه ورکړل شي.









