ژبه

خوست کې د چنار دوديزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه

خوست ښار ( پژواک ٢١ ورى ٩٣ ) : په خوست ولايت کې د وري په ٢١مه، د دولتي چارواکو او عامو خلکو په ګډون د چنار دوديزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه.

خوست د افغانستان يو له هغو سيمو څخه ګڼل کېږي، چې چنارونه پکې زيات دي او د چنارونو د ودې لپاره مناسبه اب او هوا لري، چې له همدې امله يې په دغه ولايت کې کلنۍ ترسره کېدونکې مشاعرې ته د چنار کلنۍ دوديزې مشاعرې نوم ورکړی دی.

د چناره دغه کلنۍ دوديزه مشاعره د نورو کلونو په څېر د وري په ٢١مه، بيا هم د خوست په ملي لوبغالي کې جوړه شوه، چې پر ځايي چارواکو سربېره پکې ګڼ شمېر شاعرانو، ليکوالانو او د فرهنګ او ادب شاوخوا دوه زره مينه والو ګډون کړی و.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي يادې مشاعرې ته په پرانيستونکې وينا کې ليکوالان او شاعران د ټولنې سترګې وبلل او د ټولنې په اصلاح کې يې د دوی رول مهم وباله.

نوموړي وويل، شاعران او ليکوالان هغه څوک دي، چې د خپل شعر او کلام پر مټ په هېواد کې د شته ناخوالو او بدبختيو مخه نيولی شي او تر ډېره برېده يې په دې برخه کې کار هم کړی دی.

  نعيمي له ټولو شاعرانو او ليکوالانو وغوښتل، چې د هېواد د پياوړتيا او پرمختګ لپاره د زړه له تله کار وکړي او دغه راز په ټولو ملي مسايلو کې ځانونه شريک وبولي او د خپل شعر له لارې ټول ولس ته د سولې او امن پيغام ورسوي.

د چنار په دغه کلنۍ مشاعره کې د شاعرانو زياتره شعرونو اصلاح کوونکې بڼه درلوده او خلکو ته يې په هېواد کې د سولې د تامين پيغامونه ورکول.

شاعرانو همدارنګه ځوانان هم خپلو مسووليتونو ته متوجه کړل او ويې ويل، چې د هېواد پرمختګ او روښانه راتلونکی د دوی په هڅو پورې تړلی دی.

همدارنګه د مشاعرې په مختلفو برخو کې يو شمېر شاعرانو خپل جوړ کړي نظمونه په ترنم وړاندې کړل، چې مشاعرې ته يې ځانګړې ښکلا وروبښله او د ګډونوالو له  هرکلي سره مخ شول.

د چنار کلنۍ دوديزه مشاعره له تېرو څو کلونو راهيسې د پسرلي په موسم کې په خوست کې جوړېږي، خو تېرکال دغه مشاعره د ځينو ستونزو له امله ترسره نشوه.

د چنار په کلنۍ مشاعره کې د خوست پر شاعرانو، اديبانو او ليکوالانو سربېره د هېواد د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر شاعران، اديبان، فرهنګيان او د شعر او فرهنګ مينه وال پکې ګډون کوي.

کتونکي په دې اند دي، چې دغې مشاعرې په خوست کې پر ځوانانو ښکاره مثبت اغېز کړی او دوی يې د فرهنګ په ډګر کې د پرمختګ پر لوري هڅولي دي.

همدارنګه ويل کېږي، چې دا مشاعره د دې سبب هم شوې، چې د خلکو په منځ کې يې د لوستو کسانو مينه زياته کړې او هم يې په خلکو کې د مطالعې کولتور ته ډېره وده ورکړې ده.

ورته موضوع