ميدانښار (پژواک ۲۸ ورى ۹۳): په افغانستان کې د سويډن کمېټه وايي چې په روان زېږديز کال کې به په وردګو ولايت کې ٣٢٠ ميليونه افغانۍ بوديجه ولګوي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې د پروګرامونود تطبيق مرستيال خالد فهيم نن په ميدان ښار کې د يوې غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې د وردګو د والي، ځايي چارواکو او د سويډن کمېټې نورو مسوولينو برخه اخيستې وه او خپل څلور کلن پلان يې تشريح کړ.
فهيم وويل چې د دغه پلان له مخې به سويډن کمېټه د ۲۰۱۴ کال پر مهال په دغه ولايت کې د روغتيا، پوهنې، معلولينو او معيوبينو او پاکو اوبو په برخو کې ۳۲۰ ميليونه افغانۍ ولګوي.
هغه وايي چې په دې بوديجه کې به ۱۷۰ ميليونه د روغتيا، ۱۱۶ ميليونه د پوهنې، ۱۹ ميليونه د معلولينو او معيوبينو او ۹ ميليونه افغانۍ به د پاکو اوبو په برابرولو کې ولګول شي. .
د سويډن کمېټې د پروګرامونو د تطبيق مرستيال وويل، اټکل کېږي چې ځيني مرستندويې ادارې به د وخت په تېرېدو سره خپلې مرستې کمې کړي، خو د دوی اداره ژمنه ده، چې د وخت په تېرېدو به خپلې مرستې زياتوي.
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي د يادې کمېټې د ترسره شوو مرستو د ستاينې ترڅنګ په دغه ولايت کې د اړتيا له مخې د يادې بودجې د زياتوالي غوښتنه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د ولايت لپاره يې پنځه کلن ستراتيژيک پلان هم جوړ کړی،چې د هغه پر بنياد يې يو کلن عملياتي پلان جوړ کړی او هغه پروژې يې په کې په ګوته کړې، چې د يوه کال په موده کې يې چارې بشپړېږي.
د يادونې ه،د سويډن کمېټه د هېواد په ١٧ ولايتونو کې فعاليت لري، چې شاوخوا شپږ زره کسانو ته يې په کې کاري زمينه برابره کړې ده.










