ژبه

د پچيراګام د پوهنې مدير خوشې شو

جلال اباد (پژواک ٩ غويى ٩٣): د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ د پوهنې مدير ، چې وسله والو تښتولى و، خوشې شوى دى.

د يادې ولسوالۍ د پوهنې مدير لعلون پرون سهار وختي د ناپېژانده وسله والو له لوري تښتول شوى و.

د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تښتول شوى مدير د سيمې د قومي مشرانو په هڅو را خوشې شوى دى.

د هغه په وينا، وسله والو د پوهنې مدير لعلون تر وهلو ډبولو وروسته بېرته راخوشې کړى دى.

لعلون له دې وړاندې په بټي کوټ، مومندرې، رودات او يو شمېر نورو ولسواليو کې د پوهنې مدير پاتې شوى دى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ننګرهار د يو شمېر سوېلي او ختيځو ولسواليو دولتي مامورين تښتول شوي او يا هم وژل شوي دي.

 

ورته موضوع