تالقان(پژواک،٩غويي٩٣):د تخار د کرنې رياست چارواکي وايي، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې پيل شويو څېړنو وښوده، چې په دغه ولايت کې زعفران ښه حاصل ورکوي.
د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د ترويج مدير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مرکز تالقانو په ګډون په فرخار، رستاق، دشت کلا، بنګي او اشکمش ولسواليو کې د زعفرانو لس نمايشي کروندې جوړې شوې دي.
ده وويل: ((هرې کروندې نيم جريب ځمکه نيولې،چې ويلي شم په منځنۍ کچه ۶سوه ګرامه حاصل به ورکړي.))
عبدالاعلي رامراد وايي، په تخار کې د زعفرانو يو جريب کرونده د څه باندې۸۰ زره افغانيو په ارزښت حاصل ورکوي، چې اوسمهال يو ګرام زعفران په ازاد بازار کې۲۰۰ تر ۲۵۰ افغانيو پلورل کېږي.
ده وويل: ((زعفران تخار کې ښه حاصل ورکوي، ښه بازار هم لري، ټولو کروندګرو ته د کرنې وزارت له لوري په نورو ولايتونو کې د زعفران د پروسس، وچولو، بازار موندنې او توليد په برخه کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې دي. يو جريب ځمکه په اوسط ډول له ۵سوه تر ۶سوه ګرامه حاصل ورکوي، دا ښه حاصل دى.))
رادمراد وايي، د کرنې وزارت دغه پروګرام د کوکنارو د نه کرل کېدو په موخه پلى کوي، چې کروندګرو ته د زعفران پياز سربېره نور اړين وسايل، کيمياوي سره او مصارف ورکوي.
نوموړى زياتوي، لومړى کال دوى هر کروندګر ته د نيم جريب ځمکې لپاره د زعفرانو پياز ورکوي، خو بيا دوى کولى شي، چې په راتلونکو کلونو کې د وسې تر کچې دغه سيمه پراخه کړي او ډېره ګټه لاسته راوړي.
هغه وايي، دوى د زعفرانو پياز له هرات څخه راوړي او په کروندګرو يې په وړيا توګه ويشي.
په همدې مهال د تالقانو د ابدال د سيمې يوه کروندګر سيد لعل پاچا پژواک ته وويل، چې په خپله يو جريب ځمکه کې يې زعفران کرلي دي.
هغه وايي، که په تخار کې د زعفرانو کرل دود شي نور به کروندګر اړ نه وي، چې کوکنار وکري.
ده وويل:((راتلونکى کال په درې چارکه ځمکه کې زعفران کرم. پياز ورته لرم. حاصل يې ښه دى. په نيم جريب ځمکه کې مې زعفران کرلي،۹۰ ګرامه زعفران مې ترې ترلاسه کړل، که په همدې ځمکه کې مې غنم يا نور څخه کرلي واى، دومره حاصل به مې نه واى ترې اخيستى.))
د تخار د کرنې رياست چارواکي وايي، چې زعفران په دغه ولايت کې له تېرو درېيو کلونو راهيسې کرل کېږي او ممکن په راتلوونکو کلونو کې يې د کرنې ساحه هم ډېره شي.