منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کړوخېل، په معلومات رسولو کې د نړۍ په سلو اتلو کسانو کې راغلى

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۳ کتنې

کابل (پژواک ١٠ غويى ٩٣): د پژواک خبري اژانس د رييس دانش کړوخېل په ګډون دوه افغان ژورنالېستان د بې پولې ژورنالېستانو نړيوالې ټولنې له خوا په معلومات رسولو کې د نړۍ د سلو مخکښو کسانو په لېست کې راغلي دي.

د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د بې پولې ژورنالېستانو ټولنې (ار اېس اېف) له خوا د غويي په ٩مه د يادو سلو کسانو لېست د ازادو رسنيو د نړيوالې ورځې (د مې ٣مه) په مناسبت خپور شوى دى.

د يادې ټولنې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د رسنيو دغه سل اتلان د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د ١٩مې مادې چې په کې د بيان د ازادۍ خبره شوې، په ترويج او خپرولو کې مهم رول لوبولى دى.

د سرچينې په وينا، د يادې مادې له مخې خلک د دې حق لري چې د رسنيو له لارې معلوماتو ته لاسرسى ولري.

د بې پولې ژورنالېستانو د نړيوالې ټولنې سکرتر جنرال کرسټوفر ډيلوير ويلي چې د رسنيو د ازادۍ نړيواله ورځ د دوى د ادارې په هلو ځلو ټاکل شوې ده.

هغه وايي: ((په دې ورځ بايد د هغو ژورنالېستانو مېړانې ته درناوى وشي، چې د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره خپله دنده ترسره کوي.))

کرسټوفر زياته کړې، د معلوماتو رسولو دغه اتلان ټولو هغو نارينه او ښځينه وو ته چې د بيان ازادۍ ته معتقد دي، يوه سرچينه ده.

د نوموړي په وينا، د دغو اتلانو او له دوى څخه د اغېزمنو کسانو له هلو ځلو پرته ازادي ناممکنه وه.

 

د بې پولې ژورنالېستانو نړيواله ټولنه وايي چې بشري حقونو ته درناوى، حساب ورکونې ته د حکومت او مشرانو هڅول او په عام ژوندانه کې د خلکو هڅول هغه مسووليتونه چې پژواک اژانس يې، چې د دانش کړوخېل له خوا يوه لسيزه مخکې تاسيس شوى، ترسره کېږي.

د پژواک رييس دانش کړوخېل وايي، چې دوى په کابل کې مرکزي دفتر او په اتو زونونو کې ساحوي دفترونه لري او د ورځې په دريو ژبو کې تر ٤٠ پورې خبرونه توليدوي.

د دانش کړوخېل په وينا، د دوى خبرونه پر وخت، دقيق، متوازن، له سرچينو ډک او په خلکو پورې اړوند وي.

دغه راز د بې پولې ژورنالېستانو په لېست کې د کليد ګروپ مشره نجيبه ايوبي هم د يادو سلو کسانو په لېست کې راوړل شوې ده.

په دغه لېست کې د شاوخوا ٦٥ هېوادونو ژورنالېستان شامل کړل شوي، چې ٢٥ يې له اسيا څخه دي.